ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان ولايت پر ٧٥٠ کورنيو مرستې ووېشل شوې

د سمنګان ولايت پر ٧٥٠ کورنيو مرستې ووېشل شوې

author avatar
7 Nov 2014 - 00:00
د سمنګان ولايت پر ٧٥٠ کورنيو مرستې ووېشل شوې
author avatar
7 Nov 2014 - 00:00

کابل ( پژواک، ١٦ لړم ٩٣ ) : د سعودي عربستان مرستندويه ټولنې د سمنګان ولايت سلګونو کورنيو سره مرستې وکړې.

ددغې ټولنې لخوا د لړم په ١٦ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا مرستې ددغه ولايت له هغو کورنيو سره وشوې، چې د طبعي افاتو له امله زيانمنې شوې وې.

سرچينې زياته کړې چې هرې کورنۍ ته ١٨ کيلو ګرامه وريژې، لس کيلو ګرامه لوبيا، درې کيلو ګرامه غوړي، پنځه کيلو ګرامه بوره، يو کليو ګرامه شين چاى او يوه تخت کمپل ورکړل شوې.

د سعودي عربستان مرستندويه ټولنه وايي چې دوى له تېرې مياشتې راهيسې په يو شمېر شمالي ولايتونو کې پر پنځو زرو کورنيو د مرستو د وېشلو لړۍ پيل کړې ده.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.