مزارشريف (پژواک ۱۶ لړم ، ۹۳ ) : د ناټو سازمان سرمنشي وايي، چې د هراړخيزو مرستو له لارې به افغانستان يواځې پرې نه ږدي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ناټو عمومي سکرتر جنرال سټولټينبيرګ Stoltenberg د لړم په ۱۶مه،د شمال زون د ايساف په قوماندانۍ کې له بهرنيو سرتېرو سره له کتو وروسته په لنډه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې له افغانستان سره به د ناټو هر اړخيز ملاتړ اوږدمهاله وي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه هېواد کې به د ناټو له ماموريت وروسته د دوی ۱۲زره سرتېری پاتې کېږي.
د هغه په وينا دغه سرتېري به د افغان ځواکونو د تعليم او تربيې په برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي.
د ناټو عمومي سکرتر جنرال وويل: ((موږ افغانستان يوازې نه پرېږدو. له دغه هېواد سره به د ناټو مرستې او مالي ملاتړ روان وي.))
نوموړي زياته کړه، چې د امنيت د ټينګښت، د سولې او د پانګونې په برخه کې د ملاتړ له لارې به له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.
د هغه په وينا په کابل کې يې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتنه کړې او ډاډه دی، چې دوی له افغانستان سره خپلې اړيکې لا ټينګې او دوستانه ساتي.
د ناټو نوی سرمنشي چې پخپل لومړي سفر افغانستان ته راغلی، پرون يې ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ولیدل.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن