کابل ( پژواک، ١٦ لړم ٩٣ ) : ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د نوې کابينې د جوړېدو په اړه له بېړې څخه کار نه اخلي.
له ارګ څخه دلړم په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني يادې څرګندونې نن تر جمعې لمانځه وروسته له ديني عالمانو، د کابينې سرپرستو غړيو، په ملي شورا کې د خلکو استازو او د هېواد له يو شمېر مشرانو او مخورو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
سرچينې زياته کړې، چې ولسمشر دغې غونډې ته د خپلو تېرو دوو سفرونو په اړه چې سعودي عربستان او چين ته يې ترسره کړي ، معلومات ورکړل او دواړه سفرونه يې د افغانستان د خلکو لپاره خورا ګټور وبلل.
ولسمشر زياته کړې ،نوی حکومت په دې لټه کې دی چې د افغانستان لپاره داسې شريکان پيدا کړي چې په مشخصو برخو کې مرستې وکړي، تر څو د افغانستان د خلکو په ژوند کې بنسټيز بدلون رامنځته شي.
اشرف غني د ملي يووالي حکومت څخه د علماوو له ملاتړه په مننې سره وويل چې د سولې د ټينګښت په برخه کې ستاسو مرسته حياتي ارزښت لري.
ولسمشر د غونډې په پای کې د کابينې په اړه ګډونوالو ته وويل چې د نوې کابينې د جوړېدو په اړه بايد بېړه ونه شي، بلکې له بشپړ دقت او تدبير څخه کار واخيستل شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن