ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان ٧٨ تنه ،افغان حکومت ته وسپارل

author avatar
7 Nov 2014 - 11:15
author avatar
7 Nov 2014 - 11:15

کابل ( پژواک، ١٦ لړم ٩٣ ) : پاکستانيو ځواکونو ٧٨ افغانان چې په بېلا بېلو سيمو کې يې نيولي وو،‌ د تورخم له پورې را اړولي او افغان مسوولينو ته يې سپارلي دي.

پاکستانيو رسنيو د لړم په ١٦مه، خبر ورکړى چې ياد  افغانان د پوليسو له خوا په بېلا بېلو سيمو کې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيول شوي وو.

سرچينې زياته کړې چې ٧٨ تنه افغانان پرون په سرحدي سيمه تورخم څخه تر اړول کېدو وروسته  افغان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شول.

بله خوا پاکستان له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي، څو دوى وکولى شي په پاکستان کې مېشت افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي مسعود خان د ياد سازمان يوې غونډې ته ويلي، چې  د افغانستان حکومت بايد خپل هېواد کې افغان کډوالو لپاره د اوسېدو مناسبه فضا برابره کړي.

هغه زياته کړې : (( موږ غواړو چې افغان کډوالو په درناوي سره خپل هېواد ته نور ستانه شي.))

د يادونې ده ، چې اوس هم په پاکستان کې شاوخوا يو نيم ميليون افغان کډوال مېشت دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.