ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له پاکستان سره سوداګري پراخوي

افغانستان له پاکستان سره سوداګري پراخوي

author avatar
13 Nov 2014 - 15:06
افغانستان له پاکستان سره سوداګري پراخوي
author avatar
13 Nov 2014 - 15:06

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٣): د افغانستان د ماليې سرپرست وزير وايي چې غواړي له پاکستان سره خپلې سوداګرۍ ته پراختيا ورکړي.

په اقتصادي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار او د ماليې سرپرست وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال دغه څرګندونې د لړم په ٢٢مه د پاکستان د پنجاب ايالت له مشر وزير شهباز شريف سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د پاکستان دولتي رسنيو خبر ورکړى چې ډاکټر زاخېلوال د ولسمشر اشرف غني تر سفر مخکې په يوه رسمي سفر پاکستان ته رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې چې هغه نن په لاهور کې د پنجاب ايالت له مشر وزير شهباز شريف سره د ليدنې پر مهال په ډاګه کړه چې هېواد يې غواړي له پاکستان سره خپلې سوداګريزې اړيکې پراخې کړي.

سرچينې زياته کړې چې د دې ليدنې پر مهال دواړو مشرانو د سوداګرۍ د پراخولو پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

د پنجاب مشر وزير شهباز شريف ويلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ زياتولو لپاره ډېر چانسونه شته .

بله خوا د افغانستان د ماليې سرپرست وزير زاخېلوال په لاهور کې د سوداګرو له يوې ډلې سره د ليدنې پر مهال هغوى ته ډاډ ورکړى چې ډېر ژر به په دغه ښار کې د افغانستان کونسلګري پرانيستل شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير جانان موسى زي په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې د لاهور د سوداګرۍ خونې له غړو سره د ليدنې پر مهال زاخېلوال وويل  چې نوى افغان حکومت غواړى پاکستاني سوداګرو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

هغه پاکستاني سوداګرو ته بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.

ويل کېږي چې د افغانستان سرپرست ماليې وزير به نن له پاکستاني چارواکو سره پر هغو قراردادونو او موضوعاتو خبرې وکړي چې ټاکل شوې د ولسمشر غني د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.