کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٣): پخوانى ولسمشر حامد کرزى راتلونکې اونۍ په يوه کنفرانس کې د ګډون په موخه هندوستان ته ځي.
له واکمنۍ تر لرې کېدو وروسته بهر ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي دا لومړى سفر دى چې کي يې.
د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې د (هندوستان پاليسي ګروپ) له خوا د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان پخوانى ولسمشر حامد کرزى د دوى په يوه جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون کوي.
سرچينې زياته کړې چې دغه کنفرانس به راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ (د لړم ٢٨مه) په ډيلي کې جوړ شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پخوانى ولسمشر حامد کرزى به د (افغانستان او ګاونډيان) پر موضوع لکچر ورکړي.
په کابل کې د حامد کرزي دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن