ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډبرو سکرو بيه لوړه شوې

د ډبرو سکرو بيه لوړه شوې

author avatar
13 Nov 2014 - 17:06
د ډبرو سکرو بيه لوړه شوې
author avatar
13 Nov 2014 - 17:06

کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٣): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ډبرو سکرو بيه لوړه شوې، خو د چاى او بورې پرچون پلور بيه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د شهيد څلورلارې يو لرګي پلورونکي خان محمد پژواک ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو خروار (٨٠ من) بې پوسته بلوط لرګيو پرچون پلور بيه له ٧٢٠٠ څخه ٧٠٠٠ افغانۍ ته ټيټه او د يو خروار ارچه لرګيو بيه له ٦٤٠٠ څخه ٦٥٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

نوموړي په سالنګ کې وروستۍ واوره ورېدنه د ډبرو سکرو د بيو د لوړېدو لامل وباله.

نوموړي همدارنګه څرګنده کړه، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو خروار د ډبرو سکرو بيه له ٥٨٠٠ څخه ٦٤٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

ورته مهال د تېرو اوو ورځو په پرتله د لومړيو خوارکي توکو، اوبلن ګاز او د تېلو په بيو کې کوم بدلون نه دى رامنځته شوى.

د کابل ښار د تايمني پنځم سړک يوه ګاز پلورونکي محمد شريف پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو کيلو اوبلن ګاز په ٧٠ افغانۍ پلورل کېږي.

همدارنګه د کابل د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالصبور په وينا، نن د يو لېتر پټرول تېلو بيه ٦١ افغانۍ او د يو لېتر ډېزل تېلو بيه ٥٨ افغانۍ ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې د پنځوس کيلويي پاکستاني اوړو عمده پلور بيه ١٣٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي پاکستانۍ بوره ١٧٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلويي لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي ٣٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين ويتنامي چاى په ١٨٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ يوه دوکاندار خانعلي وويل، چې نن د پنځوس کيلويي پاکستاني اوړو پرچون پلور بيه له ١٤٠٠ څخه ١٤٥٠ افغانۍ او پنځه لېتره مومن غوړيو بيه له ٤٤٠ څخه ٤٦٠ افغانۍ ته لوړ شوې، خو پنځوس کيلويي بوره له ٢٠٠٠ څخه ١٩٠٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى له ٢٨٠ افغانۍ څخه ٢٥٠ افغانيو او همدرانګه يو کيلو شين چاى له ٢٦٠ څخه ٢٤٠ افغانيو ته راټيټ شوى دى.

د ايراني سرو زرو بيه لوړه شوې ده.

د کابل په تيمورشاهي سيمه کې د حاجي حامد صالح زرګرۍ مالک محمد فواد وويل چې د عربي سرو زرو بيه د تېرې پنجشنبې په څېر په ٢٠٠٠ افغانۍ پلورل کېږي، خو يو ګرام ايراني سره زر له ١٦٠٠ افغانۍ څخه ١٦٥٠ افغانيو ته لوړ شوي دي.

د کابل ښار د يوه صراف احمدشاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٨٥ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ارزښت ٥٦٧ افغانۍ دى.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٩٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ارزښت ٥٦١ افغانۍ و.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.