فراه، ميمنه (پژواک ۲۲ لړم ۹۳): په فراه ولايت کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې درې پوليس ووژل شول او يو سيمه ييز خبريال او دوه پوليس ټپيان شوي دي.
د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال محمد رزاق يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن ماسپښين شاوخوا ۳ بجې د فراه- فراه رود پر لويه لاره د فراه د مرکز د شمالګاه په سيمه کې رامنځته شوې ده.
ده زياته کړه، په ياده پېښه کې د فراه د امنيه قوماندانۍ درې پوليس وژل شوي او دوه يې ټپيان دي او رېنجر موټر يې هم ويجاړ شوی دى.
خو د فراه د ملي تلويزيون خبريال نذيراحمد حيدري چې په ياده پېښه کې ټپي شوی دی او د فراه د امنيه قوماندانۍ په مېلمستون کې بستر وو، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په دې پېښه کې د امنيه قوماندان درې ساتونکي وژل شوي، زه او دوه پوليس ټپيان شوي دي.))
حيدري وويل، دوه ټپي پوليس يو يې د امنيه قوماندان ياور (ميرويس) او بل يې د خور زوی (فواد) دی.
نوموړى چې د پېښې عيني ليدونکی دی، وايي: ((د فراه امنيتي چارواکي نن سهار د بالابلوک ولسوالی له امنيتي پوستو څخه د ليدنې په خاطر ولاړل او زه هم د خپلې ادارې له خوا د راپور جوړولو په موخه ورسره مل شوم؛ خو کله چې بېرته راتلو، دا پېښه وشوه.))
د هغه په وينا، روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ نه دى او د خبريالۍ وسايل يې هم نه ښکاري، چې خراب شوي وي.
د يو بل خبر له مخې، په فارياب ولايت کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند سيد مسعود يعقوبي، پژواک اژانس ته وويل، چې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ د ګلزار په سيمه کې، نن له غرمې وروسته د ملي پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه.
ده زياته کړه، په دې نښته کې د طالبانو پوځي قوماندان قاري حميدالله وژل شوى دى.
يعقوبي وايي، د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ د قيصار ولسوالۍ د تيمير کوپريک په سيمه کې هم نښته شوې، چې په ترڅ کې يې درې طالبان ووژل شول او دوه ټپيان دي.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته په رالېږلي پيغام کې ويلي، چې د هغوى کسانو د تيمير کوپريک په سيمه کې دوه دولتي ټانکونه ويجاړ کړي دي.
د فارياب د پوليسو وياند پر ټانکونو يې د راکټ لګېدل تاييدوي، خو وايي چې ډېر کم زيان ورته رسېدلى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن