کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٣): ولسمشر محمد اشرف غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د جمعې په ورځ اسلام اباد ته رسمي سفر کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده تسنيم اسلم د لړم په ٢٢مه په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په دغه دوه ورځني رسمي سفر کې به د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل پاکستاني سيال ممنون حسين او لومړي وزير محمدنواز شريف سره وګوري.
سرچينې زياته کړې چې د دغو ليدنو پر مهال به د دواړو هېوادونو پر دوه اړخيزو اړيکو، د سيمې د امنيت او ثبات او سرحدي موضوع ګانو خبرې وشي.
د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته پاکستان ته د اشرف غني دغه لومړى سفر دى.
د يادونې ده چې پخواني ولسمشر حامدکرزي په خپلې وروستۍ وينا کې ويلي وو چې پاکستان ته يې ٢٠ ځلې سفرونه کړي خو ګټور نه وو ثابت شوي.
په افغانستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز کابل ته راغى او ولسمشر غني ته يې د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.
دغه سفر په داسې حال کې کېږي چې په روانه اوونۍ کې لومړى د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف او ورپسې د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) مشر جنرال رضوان اختر کابل ته سفر درلود.
د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، څو چې پاکستان د افغانستان په اړه رغنده او عملي اقدامات ونه کړي، دا ډول سفرونه بې ګټې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د ولسمشر غني له خوا پاکستان ته ويل شوي څو چې عملي اقدامات ونه کړي، اړيکې نه ښې کېږي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن