خوست ښار ( پژواک، ٢٥ لړم ٩٣ ) : د خوست پر لسګونو هغو افغان کورنيو د غير خوراکي توکو د مرستې وېش پيل شو، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د عملياتو له امله بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
د دغې مرستې د وېش يو تن مسوول عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مرسته د کډوالۍ نړيوال سازمان ) International Organization of Migration (له لوري ورکول کېږي.
نوموړي وويل، دغه مرسته له شمالي وزيرستانه پر بېرته راستنو شوو ۹۴ کورنيو وېشل کېږي، چې هرې کورنۍ ته د څه باندې پنځه زره افغانيو معادل مرسته ورکول کېږي.
عبدالقيوم زياته کړه: ((په دې کې ۱۲ بېلابېل ډوله غيرې خوراکي توکي شامل دي، چې کمپلې، د مايع ګاز ډبې، د اشپزخانې ټول اړين وسايل او د روغتيا ساتنې ځينې طبي شيان په کې دي.))
په خوست کې د مهاجرت نړيوال سازمان يو تن مسوول انجنير احمد جان پژواک اژانس ته وويل، دا هغه کورنۍ دي، چې د کډوالۍ پرمهال يې د مهاجرت هيڅ قانوني اسناد نه لرل.
نوموړي زياته کړه، د دا ډول کورنيو شمېر زيات دی او پلان لري، چې ورو، ورو ټولو دغو کورنيو ته د اړتيا وړ خوراکي او غيرې خوراکي توکي ورسوي.
د خوست تڼيو ولسوالۍ ته د يوې راستنې شوې کورنۍ يو تن غړي هاشم له پژواک اژانس سره په خبرو کې د يادې مرستې د تر لاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه.
هغه وويل، تر يوه بريده بسنه کوي، خو د دوی ټولې اړتياوې نه شي پوره کولی، ځکه کډوال په ډېر بد حالت کې راستانه شوي او د کور ټول سامانونه ترې پاتې شوې دي.
هاشم زياته کړه:((نړيوال مرسته کوونکي بايد د بېرته راستنو شوو افغان کورنيو حالت له نږدې وويني او د اړتيا وړ شيانو په برخه کې راسره مرسته وکړي.))
په خوست کې د کډوالۍ د نړيوال سازمان اداره وايي، چې له شمالي وزيرستانه د وزيرستاني کډوالو ترڅنګ څه باندې اته سوه افغان کورنۍ هم دې ولايت راستنې شوې دي.
سرچينه زياتوي، چې له دغه شمېر څخه يو شمېر کورنيو لا دمخه ځينې خوراکي او غيرې خوراکي توکي د مرستې په ډول تر لاسه کړي دي.