کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٣): د ملي امنيت رياست وايي د پکتيکا ولايت د يحيى خېلو ولسوالۍ وروستۍ پېښه حقانې ډلې ترسره کړې ده.
پرون مازديګر ناوخته په دې ولسوالۍ کې د واليبال لوبې پر مهال ځانمرګى بريد وشو چې د ماشومانو، ځوانانو، لوبغاړو او سپين ږيرو په ګډون په کې ٦١ تنه ووژل شول او تر ٧٠ نور ټپيان شول.
که څه هم ياده پېښه تېره ورځ شوې، خو تر اوسه وسله والو طالبانو يا کومې بلې ډلې يې مسووليت نه دى اخيستى؛ خو د ملي امنيت عمومي رياست وايي، دا پېښه حقانې ډلې طرحه او ترسره کړې ده.
د لېندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته د ياد رياست له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پکتيکا چاودنه حقاني ډلې ترسره کړې، قاري عمر او ملا رحيم مشهور په ملا کبير د يادې چاودنې اصلي طراحان دي او ځانمرګى بريد د اسمعيل په نوم يوه کس کړى دى.
سرچينه وايي: ((دا غيرې اسلامي پېښه د حقاني ترهګرې ډلې د حرفوي قاتلانو له خوا شوې، طراحان يې قاري عمري او ملا رحيم الله مشهور په ملا کبير دي او ځانمرګی بريدګر اسماعيل نومېده.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن