ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معلولين د کابل ښار له چلوونکو او کراچيو ناقانونه پيسې اخلي

معلولين د کابل ښار له چلوونکو او کراچيو ناقانونه پيسې اخلي

author avatar
8 Dec 2014 - 18:10
معلولين د کابل ښار له چلوونکو او کراچيو ناقانونه پيسې اخلي
author avatar
8 Dec 2014 - 18:10

کابل (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٣): په کابل ښار کې اته زره معلولين له چلوونکو، پارکينګونو، کراچۍ لرونکو، لاس پلورونکو او غرفه لرونکو ناقانونه پيسې اخلي چې مياشتيني عوايد يې په اټکليزه توګه نږدې ٦٦ ميليونه افغانيو ته رسېږي.

دغه معلولين او معيوبين له اوو کلونو راهيسې د کوټه سنګي، قنبر څلورلارې، پامير سينما، ده افغانان، ميوند واټ چوک، سراى شمالي، فروشګاه، نادر پښتون واټ، ارزان قيمت چوک او د ښار په نورو بېلابېلو برخو کې د پيسو په راټولولو بوخت دي.

دوى په سراى شمالي کې هره ورځ د مېوې يا نورو توکو له هرې کراچۍ څه باندې سل افغانۍ، په پارکينګونو کې له هر موټره پر ساعت ٥٠ افغانۍ او له هر ټونس، او بس موټر او ليني ټکسي څخه په هر نوبت لس افغانۍ په زور ترلاسه کوي.

که چېرې په اټکليز ډول محاسبه شي، د اتو زرو معلولينو ورځني عوايد په منځۍ توګه ٢٧٥ افغانۍ کېږي چې په دې ترتيب يې ورځني عوايد دوه ميليونه او دوه سوه زره افغانۍ او مياشتيني يې ٦٦ ميليونه افغانيو ته رسېږي.

هغه معلومات چې د تخمين له مخې لاسته راغلي، په کابل ښار کې د تمځايونو شمېر تر سلو او د لاس پلورونکو، غرفه لرونکو او کراچۍ لرونکو شمېر تر سلګونو اوړي.

چلوونکي وايي، که چېرې پيسې ور نه کړي، نه يواځې چې دوى ته د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي، بلکې سپکې سپورې هم ورته ويل کېږي او حتى موټر يې د لاس په لرګي وهي او زيان ور اړوي.

د نا قانونه پيسو اخيستنه:

د کوټه سنګي-قنبر څلورلارې يوه ټونس چلوونکي محمد حسن پژواک ته وويل چې دوى دولت ته ټکس ورکوي او جواز سير هم لري، خو معلولين له دليل پرته له دوى غير قانوني پيسې اخلي.

هغه زياته کړه کله چې معلولينو ته پيسې ورنه کړي، اجازه نه ورکول کېږي چې له تمځايه سپرلي پورته کړي او که چېرې يې اخيستې وي، نو تر هغو د حرکت اجازه نه ورکوي چې لس افغانۍ ورنه کړي.

دغه چلوونکى چې نا راحته ښکارېده، په ترخه موسکا يې وويل: ((وروره! که پيسې ورنه کړو، معلولين راته سپکې سپورې وايي، موټر مو په لرګي وهي او حتمي ده چې موټر ته مو زيان اوړي.))

د کوټه سنګي په لين کې يواځې سل مسافر وړونکي ټونس کار کوي چې هره ورځ يې هر يو په لسګونه ځله تګ راتګ کوي او اړ دي چې هر ځل معلولينو ته ١٠ افغانۍ ورکړي.

د محمد حسن په خبره، په دغه تمځاى کې شاوخوا پنځوس ټکسي، کرولا او کوچني باور وړونکي شخصي موټر کار کوي چې اړ دي هر يو يې په دې اندازه پيسې ورکړي.

چلوونکي وايي چې په دغه تمځاى کې له اوو څخه تر ١٢ پورې معلولين ګومارل شوي او پر دې سربېره چې د معلولينو له ټولنې تنخوا لري، له چلوونکو هم ناقانونه پيسې اخلي.

چلوونکي د معلولينو له سپکو سپورو سره هم مخ دي.

د کرولا موټر يو بل چلوونکى چې له کوټه سنګي تر ده افغانانو پورې د سپرليو په لېږد بوخت و، د نوم نه ښودو په شرط وويل: ((که په هره پېره کې لس افغانۍ دغو معلولينو ته ورکړو، نو موږ ته څه پاتې کېږي او که يې ورنه کړو هم موټر مو خرابوي او هم ښکنځل کوي.))

د هغه په خبره، څوک نشته چې له معلولينو وپوښتي چې دوى په څه دليل او ولې له چلوونکو پيسې اخلي او دا د يوه معلول له شان سره نه ښايي چې ځان د جګړې قرباني ګڼي، له خلکو پيسې اخلي او له ناوړه سپکو الفاظو کار اخلي.

دغه چلوونکي زياته کړه چې دوى نه شي کولى له معلولينو سره مقابله وکړي؛ ځکه چې معلولين زور لري او ټول بې بندوباره او نالوستي معلولين يې په خدمت کې دي، هر کار يې چې زړه وغواړي کوي يې.

د کوټه سنګي يوه هټيوال عنايت الله هم وويل چې يوه ورځ يوه معلول د ټکسي له چلوونکي سره جګړه وکړه او موټر يې په لرګي وواهه، د موټر رنګ يې خراب کړ او کله چې موټر چلوونکي له ده سره جنجال وکړ، ترافيکو په کې مداخله وکړه او ويې ويل: ((ته له هغه معلول چې لاس او پښې نه لري، څه تاوان غواړې؟))

هغه زياته کړه چې که چېرې ورسره چلوونکى ټينګ شوى واى، حتى وهل کېده، څرنګه چې څو ځلې داسې شوي هم دي.

د معلولينو استدلال څه دى؟

معلولين چې ډېرى برخه يې پلنګي کورتۍ اغوندي او پکول لري، وايي چې دوى د واټونو د تنظيم او د خپلو زحمتونو په بدل کې د ټونس او وړو باډۍ لرونکو موټرو له چلوونکو پيسې اخلي.

په قنبر څلورلاره کې يو معلولين عصمت الله چې له ليني موټرو د پيسو په را ټولولو بوخت و، وويل چې دولت دوى ته په کال کې لس زره افغانۍ تنخوا ورکوي، څنګه په دغو پيسو د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

دغه معلول چې يوه پښه يې په تېرو جګړو کې له منځه تللې وويل: ((د پيسو اخيستل زموږ حق دى؛ ځکه چې په جهاد او مقاومت کې مو ونډه اخيستې او د خپل بدن غړي مو په دې لاره کې بايللي دي.))

هغه زياته کړه چې دوى چا ته ازار او ځور نه ورکوي، خو که څوک له لين پرته او بې اجازې حرکت وکړي، دوى ورسره جدي چلند کوي.

د کمپنۍ په تمځاى کې د اسدالله په نوم يوه بل معلول وويل چې په دغه ځاى کې څلور معلولين موظف دي او د موټرو له دوو تمځايونو له هر موټر نه ١٠ افغانۍ اخلي چې په اټکليزه توګه د ورځې څلور يا پنځه زره افغانۍ کېږي.

هغه زياته کړه چې دغه ټولې پيسې د معلولينو ټولنې ته سپاري او يواځې هر معلول ته د ورځې ٣٠٠ افغانۍ ورکول کېږي، پاتې يې ټولنې ته ځي.

ترافيک پوليسو د غير قانوني پيسو اخيستنې ته جواز ورکوي:

د کابل په کوټه سنګي کې يوه ترافيک پوليس د نوم له اخيستو پرته وويل، معلولين اړ دي څو د خپلې کورنۍ لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ موندلو په موخه په څلورلارو کې ودرېږي او له پوليس ترافيکو سره په نظم کې همکاري وکړي؛ ځکه چې ټونسونه بې نظمه درېږي او معلولين د هغو د نظمولو په بدل کې لس افغانۍ اخلي.

هغه زياته کړه چې د کابل ښار ترافيک کم دي او ټولو ته نه رسېږي، له همدې امله د معلولينو کار په دې برخه کې ګټور دى.

سرچينې وويل هر چلوونکى چې له اجازې پرته له لينه وځي او يا هم پيسې نه ورکوي، د معلولينو له خوا اجازه نه ورکول کېږي او دا چې سپکاوى يې کېږي؛ ښه کار نه دى.

له کراچۍ لرونکو د ناقانونه پيسو اخيستنه:

د کابل ښار د پل باغ عمومي او سراى شمالي په ګډون د ټولو کراچۍ لرونکو شمېر لسګونو کسانو ته رسېږي چې معلولين ورڅخه ناقانوني پيسې اخلي.

په سراى شمالي کې د ترکاري يوه کراچۍ لرونکي وويل چې هره ورځ دوه يا درې سوه افغانۍ کار کوي چې سل افغانۍ ترې معلولين اخلي.

دغه کارچيوان زياته کړه: ((دا څه ظلم دى، موږ ته څه ګټه پاتې کېږي چې خپلو اولادونو ته يې يوسو!))

محمود وويل چې که چېرې پيسې ورنه کړي، دوى دلته نه پرېږدي او معلولين وايي چې له نورو پيسو اخلو، ته يې هم بايد راکړې.

معلولين هم د ناقانونه پيسو اخيستنه مني:

په سراى شمالي کې د طلا په نوم يوه معلول وويل چې دوى هره ورځ د مېوې او ترکارۍ له هرې لويې او وړوکي کراچۍ له ١٠٠ تر ٢٥٠ افغانۍ اخلي او ورځني عوايد يې تر پنځوس زرو افغانيو پورې لوړېږي.

خو نوموړى وايي چې د دغو پيسو ټوله برخه خپل عمومي مشر شېراغا ته سپاري او هغه هر معلول ته يواځې د ورځې ٣٠٠ افغانۍ ورکوي.

د موټرو له پارکينګونو د ناقانونه پيسو اخيستنه:

معلولين هم د فروشګاه او صديق عمر جادې په ګډون له ځينو پارکينګونو غير قانوني پيسې اخلي.

په فروشګاه ساحه کې د کرولا يو چلوونکى محمدايوب وايي کله چې يو موټر پارک ته ننوځي بې له ځنډه معلول راځي او په ټاير يې يو کاغذ سرېښوي چې په کاغذ کې يو ساعته درېدل قيد کېږي، موټر چې هر څومره تم شي، نو د هر ساعت په بدل کې ٥٠ افغانۍ اخلي.

هغه زياته کړه چې معلولين د رحم وړ قشر دى، خو دغه کار يې غير قانوني ګڼل کېږي او په اړه يې د انسانانو ليد لورى بدلون کوي، شاروالي بايد د هغوى دغه غير قانوني کار پاى ته ورسوي.

په دې ساحه کې د احمدشاه په نوم يوه بل معلول د دې پخلى وکړ چې هره ورځ له هر موټره پر ساعت ٥٠ افغانۍ او له هرې کراچۍ ١٠٠ افغانۍ اخلي. د دوى شمېره ٢٠ کسانو ته رسېږي او ټولې شوې پيسې په خپل منځ کې وېشي چې هره ورځ هر کس ته له ٢٠٠ څه تر ٣٥٠ پورې افغانۍ ور رسېږي.

هغه زياته کړه چې د معلولينو کلانتر (مشر) دى او هره ورځ ورته ٥٠٠ افغانۍ پاتې کېږي.

احمدشاه په دې اړه چې پيسې د کوم قانون له مخې اخلي؟ په ټينګار سره وويل: ((دولت او ښاروالي خبر دي چې موږ دغه کار کوو، هر څوک چې زور لري، د موټرو د پارکينک لپاره زياته ساحه نيسي او موږ هم زور لرو.))

خو د کابل ښاروالۍ وياند عبدالقادر ارزو وويل چې دغه پارکينګونه شخصي دي او معلولين په کې کار کوي، د پارکينګونو مالکان هغوى ته مياشتنۍ تنخوا ورکوي.

هغه زياته کړه چې يو شمېر نور معلولين د هغو واټونو پر غاړه چې خلک په کې خپل موټر دروي او د سودا له پېرلو او يا بل کار وروسته بېرته ځي، د موترو په ساتنه بوخت وي او دوى معلولينو ته له پنځو تر لسو پورې په خپله خوښه پيسې ورکوي او جبري کار نه دى.

د معلولينو ټولنه هم د پيسو اخيستنه غير قانوني بولي:

د کابل د معلولينو مشر محمدنيسم وويل: ((معلولين د کاري او کسبي زمينو د کموالي له امله تنګ شوي او اړ دي چې په قانوني او يا غير قانوني توګه پيسې واخلي او خپلو کورنيو ته يوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کړي.))

نوموړي د هغو معلولينو شمېر چې د پارکينګونو، کراچۍ لرونکو، لاس پلورونکو او غرفه لرونکو پيسې اخلي، نږدې اته زره کسه ياد کړ او زياته يې کړه چې که چېرې معلولينو ته کافي تنخوا ورکړل شي، نو ولې به له سهاره تر ماښامه په ستونزو سره په واټونو کې د موټرو پر تنظيم بوخت وي او پيسې به اخلي.))

هغه زياته کړه، هغه معلولين چې په جګړو کې يې لاس او پښې له منځه تللي او د کار کولو توان نه لري، په ښاري واټونو او پارکينوګونو کې د ليني او شخصي موټرو پر تنظيم بوخت دي.

د معلولينو د انجمن مشر وويل چې که چېرې معلولين په ښار کې پر کار بوخت نه شي، نو پر غلا او نورو جنايي جرمونو لاس پورې کوي.

محمدنيسم وايي چې معلولين له پوليس ترافيکو څخه د تم ځايونو او واټونو د تنظيم لپاره اجازه اخيستې ده.

د ترافيکو رياست معلولينو ته د اجازې ورکړه ردوي:

د کابل د ترافيکو مدير مل پاسوال اسدالله وويل: ((يو شمېر معلولينو په پيل کې دغه کار په خپلسري توګه سر ته رسولو چې بالاخره يې شمېر زيات شو او اوس يې خلکو او ليني موټرو ته ستونزې جوړې کړې دي.))

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د هر معلول ورځني عايدات د موټرو له تمځايونو تر ٣٠٠ افغانيو پورې رسېږي؟ وويل چې دغه پيسې خپله د معلولينو ترمنځ وېشل کېږي خو اندازه يې هومره نه ده لکه تاسې چې فکر کوئ.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د پيسو اخيستل ناقانوني بولي:

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند علي افتخاري وايي چې وزارت يې له معلولينو سره کوم تړون نه لري، معلولين په زور او په غير قانوني بڼه له چلوونکو، پارکينګونو، کراچۍ چلوونکو، لاس پلورونکو او غرفو څخه پيسې اخلي.

هغه زياته کړه: ((موږ په دې برخه کې مکلفيت نه لرو.))

کله چېرې معلولين له يوې خوا غير قانوني پيسې اخلي او خلک ځوروي، له بلې خوا افتخاري وايي چې وزارت د يو شمېر معلولينو لپاره د کار زمينه مساعده کړې، د بېلګې په توګه دوى ته يې د خوراکي توکو د پلورنې غرفې جوړې کړې او يو شمېر نور يې په بېلابېلو حرفو لکه نجارۍ او .. کې روزلي او پر ځان بسيا کړي دي.

په ولسي جرګه کې د معلولينو، معيوبينو او د شهيدانو کمېسيون د معلوماتو له مخې اوسمهال په هېواد کې څه باندې ٨٠٠ زره معلول او معيوب وګړي شته چې ٤١سلنه يې ښځې دي.

خو د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وايي له دې ډلې يواځې ١٢٠زره کسان له وزارت سره ثبت دي.

دغه وزارت وړانديز کوي چې ٢٨٠ زره نور کسان هم بايد په وزارت کې ثبت او د تنخوا تر څنګ د ژوند نورې اسانتياوې ورته برابرې شي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير واصل نور مومند چې تېره اونۍ يې په کابل کې د معلولينو د نړيوالې ورځې په مناسب جوړې شوې غوڼدې ته خبرې کولې، وويل چې معلولين او معيوبين د ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده او د دغو کسانو ټولنيز حقونه دې هم د سالمو افرادو په څېر توپير ونه لري.

همدارنګه د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون مشرې سيما سمر په دې غونډه کې د معلوليت لرونکو کسانو د وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل سره له دې چې افغانستان له دوو کلونو راهيسې د معلولينو د حقونو له کنوانيسيون سره يو ځاى شوى، خو دولت يې په عملي کېدو کې چندان پاملرنه نه ده کړې.

د ده په خبره، دولت بايد د معلولو اشخاصو د حقونو د کنوانيسو له ګټې سره سم د دغه قشر حقونه خوندي کړي.

مېرمن سمر زياته کړه چې له دې جملې د دغه قانون د استخدام، روزنې او نورو برخو درې سلنه حق ته جدي پاملرنه نه ده شوې، نو ځکه معلولين او د هغوى کورنۍ له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د بشري حقونو کمېسيون مشرې وړانديز وکړ چې په ټولو برخو کې دې معلولينو (فزيکي، ړندو، کڼو، ذهني او ګډو) ته د روزنې زمينه مساعده شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.