ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کارګرو له روزنې سره په کانونو کې توليد ډېر او مرګ ژوبله کمېږي

د کارګرو له روزنې سره په کانونو کې توليد ډېر او مرګ ژوبله کمېږي

author avatar
30 Dec 2014 - 00:00
د کارګرو له روزنې سره په کانونو کې توليد ډېر او مرګ ژوبله کمېږي
author avatar
30 Dec 2014 - 00:00

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): کارپوهان او ځمکپوهان د هېواد په کانونو کې د مسلکي کسانو نه شتون يوه ستره تشه بولي او د کانونو د کارکوونکو لپاره د روزنيزو پروګرامونو پر لارې اچولو ټينګار کوي.

دغه کارپوهان د کانونو او پټروليم وزارت د کلک څار له نه شتونه شکايت کوي او په دې باور دي چې افغانستان هغه مهال د کانونو پر مټ پر خپلو پښو درېدلى شي چې دغه وزارت په دې برخه کې اصلاحات او سمون رامنځته کړي.

د کابل پوهنتون استاد او ځمکپوه دوکتور ابراهيم جعفري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کانونو قراردادي شرکتونه د خپل کار له پيلولو وړاندې اړ دي چې خپلو نوو استخدام شوو کارکوونکو ته د کانونو او پټروليم وزارت په څار او همکارۍ روزنيز پروګرامونه پر لاره واچوي.

دوکتور جعفري زياته کړه: “تر ټولو مهم روزنيز پروګرام د کارګرو د روغتيا او ځان ساتل دي، څو له دې لارې وکولى شي خپل ځانونه وساتي.”

جعفري زياته کړه چې د کانونو ډېرى کارکوونکي، کم لوستي دي او که چېرې دوى ته روزنه ورنه کړل شي نو د کانونو د راسپړنې کار په ښه توګه پر مخ نه شي وړلى.

دغه ځمکپوه پر يو شمېر خصوصي شرکتونو نيوکه وکړه چې د ډېرو روزنيزو لګښتونو له امله د دغو پروګرامونو له ترسره کولو ډډه کوي.

جعفري وويل چې د کانونو او پټروليم وزارت بايد له شرکتونو سره د قراردادونو د تړلو (عقد) پر مهال دغو ټکو ته ټينګه پاملرنه وکړي.

نوموړي اندېښنه څرګنده کړه چې د روزنيزو پروګرامونو د نه شتون له امله په دې وروستيو کلونو کې د کارکوونکو مړينه، بېلابېلې ناروغۍ لکه د سږي او پوستکي سرطان، روماتيزم او داسې نورې د کانونو په کارکوونکو کې د پام وړ ډېرې شوې دي.

جعفري زياته کړه: “که چېرې کارګرو ته روزنه ورکړل شي، د دوى د پوهې کچه لوړېږي او له دې ډول پېښو مخنيوى کېږي.”

د کانونو دغه کارپوه د يو شمېر شرکتونو د مالکانو د نظر خلاف پر دې باور دى چې د طبيعې پېښو کموالى په کار کې د ځنډ او راوستولو لوړه کچه د ډېرو توليداتو لامل کېږي او ويل کېږي چې روزنه پانګه ده، نه بېځايه لګښت.

بلخوا جعفري د غير مسلکي کارکوونکو له لوري له کانونو په غيرمعياري او غير مسلکي ډول ګټه پورته کول، د سرچينو د له منځه تلو لامل وباله.

نوموړي د بېلګې په توګه وويل: ((که چېرې له يوه کان څخه ٩٩ يا ١٠٠ سلنه ګټه واخيستل شي، د غير مسلکي کارګرانو د ګومارنې په صورت کې امکان لري چې له لس سلنې کار واخيستل شي او ٩٠ سلنه نور يې ويجاړېږي.))

همدارنګه د کابل ښاروالۍ د خدمتونو برخې مرستيال او د جيولوجي او کانونو برخې کارپوه خوږمن علومي وايي چې د کان استخراج يوه فني او مسلکي پروسه ده او بايد چې د مسلکي کسانو له خوا استخراج شي.

هغه ومنله چې که د کانونو کارګران ونه روزل شي، نو د هغوى د مرګ ژوبلې د ډېرېدو تر څنګ د کانونو د استخراج پروسې د کمزورۍ لامل هم کېږي.

د کابل ښاروالۍ د خدماتو د چارو مرستيال وويل دا چې زورواکي د يو شمېر غير مسلکي کسانو په مرسته کانونه استخراجوي، نو په ځينو برخو کې څارنه هم د کانونو او پټروليم وزارت له وسه وتلې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستيال سر څېړونکي دوکتور نجم الدين ترين او د جيولوجي او کانونو د برخې متخصص وويل، تر ټولو مهمه ستونزه چې په يوه هېواد کې د طبيعي زېرمو د له منځه تلو لامل ګرځي، د هغه هېواد د کان په استخراج کې د غير مسلکي او نا روزلو کسانو شتون دى.

هغه د روزنيزو پروګرامونو شته والى د کانونو د کارګرانو لپاره يوه بنسټيزه اړتيا بولي او وايي چې د کانونو وزارت بايد د قرارداد ګټونکي شرکتونو په مرسته دې موضوع ته ډېره پاملرنه وکړي.

خو يو شمېر قراردادي شرکتونه د دغو څرګندونو په ردولو سره وايي چې د کانونو او پټروليم وزارت د کانونو برخو د کارګرو لپاره روزنيزو پروګرامونو او د مسلکي کسانو ګومارنې په برخه کې له دوى سره هېڅ ډول همکاري نه کوي.

د “الافضل” په نوم د مرمر ډبرو د توليدوونکي شرکت مشر خان افضل پژواک ته وويل چې که چېرې شرکتونه يو نوى کارګر په کار ګوماري، تر څنګ يې يو مسلکي کس هم ګوماري چې نوو راغلو کسانو ته اړين مسلکي او کاري مهارتونه ور زده کړي.

افضلي وويل چې د کانونو برخې کارکوونکو لپاره يې د يوه ځانګړي روزنيز مرکز رامنځته کولو وړانديز يې څو ځلې له کانونو او پټروليم وزارت ته کړى، خو دغه وزارت تر اوسه د دې ډول يوه مرکز د جوړولو په برخه کې له شرکتونو سره هېڅ ډول همکاري نه ده کړې.

دغه افغان پانګه وال خبردارى ورکړ چې که چېرې د کانونو د کارګرانو روزنيز سيستم په همدې بڼه دوام ولري، نو د توليد کچه به هم ورځ تر بلې کمه شي او دا چاره به د هېواد اقتصادي وضعيت مخ پر ځوړ روان کړي.

په ورته وخت کې د “برادران خوشک” په نوم د کان کيندنې شرکت مشر محمدرضا چې هرات ولايت د کرخ ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان قرارداد يې ترلاسه کړى، وويل چې له کانونو او پټروليم وزارت سره د کړي تړون له مخې يې د بهرنيو متخصصينو له خوا د کارګرانو د روزنې لپاره بوديجه ځانګړې کړې ده.

هغه زياته کړه: ((هغه کسان چې ګومارو يې، لږ تر لږه بايد پنځه کلنه کاري تجربه ولري او يا هم تازه کاره کسان وي چې تر روزنې وړاندې په کان کې د کار اجازه نه ورکول کېږي.))

نوموړى د بېلګې په توګه د يو شمېر هغو کسانو يادونې وکړه چې د برمه کارۍ به برخه کې يې له ترکيې، ايران، هند او چين څخه راوستل شوي او ګومارل شوي دي.

هغه وويل: ((پنځه کاله وړاندې داسې کوم پروګرام په افغانستان کې نه و، خو د دغه روش په پلي کېدو سره افغان کارګران توانېدلي چې په معياري بڼه د کان د استخراج او برمه کارۍ په برخه کې کار وکړي.))

د کانونو او پټروليم وزارت د بشري سرچينو سرپرست مشر “شايق رُماني” هم وويل چې د کانونو کارکوونکي له اکتشاف وړاندې تر بسته بندۍ پورې چې يوه عمده برخه يې د ظرفيت لوړونه يا رونيزه برخه ده، روزنې ته اړتيا لري.

رماني پژواک خبري اژانس ته وويل کله چې يو شرکت په کار پيل کوي، د دغه وزارت د تفتيش رياست يې کار په څو اړخونو کې ارزيابي کوي چې د مسلکي او غير مسلکي کسانو د ګومارلو او نه ګومارلو برخه، د قراردادي شرکتونو له خوا د کانونو د استخراج څرنګوالى او د معياري او غير معياري او خپل سري استخراج ارزونه په کې شامله ده.

هغه زياته کړه چې دغه وزارت په روان کال کې د “مايداس” په نوم موسسې په مالي مرسته د کانونو د کارکوونکو لپاره په بدخشان او باميانو ولايتونو کې رونيز پروګرامونه پيل کړي دي.

خو نوموړي په دې اړه چې په دغو دوو ولايتونو کې يې څومره کسان روزلي؟ څه ونه ويل.

د کانونو او پټروليم وزارت د بشري سرچينو سرپرست وويل چې په روان کال کې د هېواد په ٢٤ ولايتونو کې د کانونو د کارکوونکو لپاره رونيز پروګرامونه پيل شوي دي.

خو هغه زياته کړه چې د امنيتي ستونزو له امله نه شي کولى چې دا ډول روزنيز پروګرامونه په کندهار، کندوز، هلمند، خوست او ځينو نورو ولايتونو کې هم پيل کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په هر زون کې دوه روزنيز پروګرامونه جوړوي چې له اکتشاف څخه تر بسته بندۍ، د کارګرانو د روغتيا ساتنه، د معياري او مسلکي استخراج څرنګوالى او د کانونو د استخراج په نړيوالو معيارونو پورې برخې په کې شاملې دي.

رماني وويل چې وزارت يې د کارګرانو د روزنې لپاره ځانګړې بوديجه نه لري او نه شي کولى چې شرکتونه هم د دغه ډول پروګرامونو په جوړولو مکلف کړي؛ ځکه شرکتونه بايد د قرارداد له مخې کار وکړي.

هغه وويل چې دغه وزارت هوډ لري چې په راتلونکي کال کې د خپلو ولايتي رياستونو په چوکاټ کې روزنيز مديريتونه هم رامنځته کړي.

د کانونو او پټروليم وزارت د بشري سرچينو سرپرست هيله څرګنده کړه چې شرکتونه کولى شي د مديريتونو له لارې د کانونو د کارکوونکو لپاره رونيز پروګرامونه پلي کړي چې په دې ترتيب به د افغانستان مالياتي اقتصاد هم لوړ شي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.