ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا فولبرايټ تحصيلي پروګرام ته نوم ليکنه پيل شوه

د امريکا فولبرايټ تحصيلي پروګرام ته نوم ليکنه پيل شوه

author avatar
12 Jan 2015 - 16:00
د امريکا فولبرايټ تحصيلي پروګرام ته نوم ليکنه پيل شوه
author avatar
12 Jan 2015 - 16:00

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٣): په کابل کې د امريکا سفارت د فولبرايټ وړيا تحصيلي پروګرام له لارې ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام لپاره د نوم ليکنې لړۍ نن پيل کړه.

د نوم ليکنې بهير د ٦٨ ورځو لپاره د روان لمريز کال تر پايه (کب ٢٩مه) دوام لري. ګډونوال د ماسټرۍ لپاره بايد د ديپلوم ترڅنګ د ټافل يا د انګليسې ژبې د ازموينې لږ ترلږه ٧٥ نومرې او د دوکتورا لپاره ٨٠ نومرې ولري.

په کابل کې د امريکا سفات د عامه اړيکو رييسې هېلري اولسن وېنډېکر (Hilary Olsin-Windecker)   نن خبريالانو ته وويل چې د ازموينې په پايله کې به ٦٣ په شرايطو برابر کسان د ماسټرۍ او درې تنه هم د دوکتورا لپاره غوره شي.

هېلري وويل چې دا پروسه به د تېر په څېر په شفاف ډول ترسره شي او وړ کسان به د اوو پړاوونو تر تېرولو وروسته متحده ايالتونو ته د زده کړو لپاره واستول شي.

هغې زياته کړه: “غواړم ټينګار وکړم چې د غوره کېدو پروسه په بشپړ ډول شفافه او پر شايستګۍ ولاړه ده. په همدې دليل د سفارت هېڅ کارمند او يا د هغوى ماشومان، والدين او ښځې – مېړونه نشي کولى فولبرايټ ته نوم ليکنه وکړي.”

د امريکا سفارت د فرهنګي چارو مرستيال سټيفن والن (Stephen J. Valen) وويل، نوم ليکنې ته لېواله کسان کولى شي د امريکا سفارت له ويب سايټ څخه فورمې ترلاسه کړي او يا هم د انټرنټ له لارې انلاين نوم ليکنه وکړي.

سټيفن وويل چې فولبرايټ د فرهنګي تبادلې ښه لاره ده او هغه کسان چې له دې لارې زده کړه کوي بايد بېرته هېواد ته د ستنېدو تعهد ولري، ترڅو خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

د ماسټرۍ دورې لپاره بريالي محصلين له طب پرته په نورو ټولو څانګو کې زده کړه کولى شي، خو د دوکتورا محصلينو ته اووه څانګې – زراعت، ارتباطات، ساينس او ټکنالوجي، اقتصاد، تعليم او تربيه، انجنيري او رياضيات – دي چې يوه په کې وټاکي.

د فولبرايټ تحصيلي پروګرام لپاره چې ٧٠ کاله مخکې پيل شوى، د نړۍ په ١٥٥ هېوادونو کې يې ازموينه اخيستل کېږي. په تېرو اوو لسيزو کې له دغو هېوادونو ٣٢٥ زره کسانو ددې پروګرام له لارې لوړې زده کړې کړې دي.

فولبرايټ په افغانستان کې په ١٩٥٢ ميلادي کال کې پيل او په ١٩٧٩ کال کې بند شو. دغه پروګرام د دويم ځل لپاره په ٢٠٠٣ کال کې بېرته په کابل کې پيل شو او په تېرو دوولسو کلونو کې ٤٥٠ افغان محصلينو له دې لارې په امريکا کې لوړې زده کړې کړې دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.