ميدانښار (پژواک، ۲۲ مرغومى ۹۳): د ميدان وردګو چارواکي وايي چې د دغه ولايت مستوفيت سږ کال ۱۶۳ ميليونه افغانۍ عوايد لري چې تر تېر کال لس سلنه کموالى ښيي.
د دغه ولايت مستوفي محمدموسی فيضي د مرغومي په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ماليې وزارت له لوري دوی ته په ۱۳۹۳ لمريز کال کې د عوايدو راټولولو اندازه نږدې ۱۸۲ ميليونه افغانۍ هدف ورکړل شوى و.
نوموړی زياتوي، دا چې د دغه ولايت لپاره ياده اندازه زياته وه، نو ځکه دوی ونه شو کولای چې ټاکل شوي هدف ته ورسېږي او د لس سلنې عوايدو په کموالي سره يې سږ کال ١٦٣ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړى دى.
فيضي په عوايدو کې د کموالي نور لاملونه په دغه ولايت کې امنيتي ننګونې، له موټرو او نورو وسايطو په ماليه راټولونه کې د ترافيکو نه همکاري په ګوته کړه.
مستوفي وويل چې ياد عوايد يې د ترانسپورت، لايسنس، تذکرو، هټيو، جريمو، د ځمکو او ودانيو د پلورلو، دولتي قراردادونو، مخابراتو، د کارکوونکو له معاشونو او نورو برخو راټول کړي دي.
ده د ماليې وزارت ته وړانديز وکړ چې د روان مالي کال په ترڅ کې دې دغه ولايت ته په کتو سره ورته د عوايدو اندازه وټاکي.
په ورته وخت کې د ميدان وردګو د ترافيکو مدير سمونمل محمدظريف پژواک اژانس ته د عوايدو په راټولولو کې له مستوفيت سره د هر راز همکارۍ خبر ورکړ.
ده زياته کړه، هغه وسايط چې د ميدان وردګو اړوند دي، له ډېرى وو يې ماليه راټوله شوې او د دغه ولايت مستوفيت ته سپارل شوې.
ده زياته کړه، دوی د ماليې ټولونې په موخه د ميدان وردګو والي په لارښوونه يو ګډ کمېسيون جوړ کړی و چې په کې د ترافيکو مديريت، د امنيې قوماندانۍ، ملي امنيت او مستوفيت استازو برخه درلوده.
خو د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې د امنيتي ستونزو له امله د ماليې راټولولو پر وړاندې ستونزه مني.
نوموړي پژواک اژانس ته زياته کړه چې په دايميرداد او جغتو ولسواليو کې داسې سيمې شته چې د مستوفيت کارکوونکي نه شي کولای په يادو سيمو کې د امنيتي ستونزو له امله ماليه راټوله کړي.
خو ده ډاډ څرګند کړ چې په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې ورځ تر بلې د له منځه تلو په حال کې دي چې د ولايتي ادارې لومړی ګام به پر خلکو پاتې ماليه راټولول وي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن