کابل ( پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٣ ) : د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په خپل يو تازه راپور کې په افغانستان کې د ژورنالېستانو پر خونديتوب اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې دوى د حکومت او وسله والو مخالفينو له خوا تر ګواښ لاندې دي.
ياد سازمان د ( راپور ورکونه بند کړئ يا به مو کورنۍ ووژل شي) تر نامه لاندې په ٤٨ مخونو خپل کلنى راپور د مرغومي په ٣٠مه، خپور کړ.
په دغه راپور کې راغلي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان د حکومت او امنيتي ځواکونو له خوا د ژورنالېستانو پر وړاندې تاوتريخوالى او ګواښونه زيات شوي دي.
سرچينې زياته کړې، د افغان ژورنالېستانو پر وړاندې ګواښونه او بريدونه هغه لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي، چې له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې د بيان د ازادۍ په برخه کې ترلاسه شوې دي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په دغه راپور کې پر افغان ژورنالېستان د بريدونو ، وېرولو او ګواښونو په اړه اسناد لري او افغان حکومت په دې کې ناکام شوى ، چې په دې کارونو کې د لاس لرونکو کسانو پر وړاندې اقدامات او پلټنې وکړي.
په راپور کې راغلي چې افغان حکومت د بيان ازادۍ او د ژورنالېستانو خونديتوب کې ناکامه شوى ، اوس امنيتي ځواکونه او نور زورواکي غواړي چې پر حکومت نيوکه کوونکي هم وځپي .
سرچينه وايي،وسله والو طالبانو هم د ژورنالېستانو پر وړاندې د وېرې او ګواښ د فضا په زياتولو کې خپل رول ترسره کړى دى.
راپور کې راغلي، طالبان هغه ژورنالېستان په نښه کوي، چې داسې راپورونه يې خپاره کړي چې د طالبانو په خوښه او ګټه نه وي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتريخوالي او ګواښونو د له منځه وړلو لپاره پرېکنده او جدي اقدامات وکړي.
دغه راز ياد سازمان له وسله والو طالبانو هم غوښتي چې په افغانستان کې د رسنيو په ګډون پر ملکي ادارو او سازمانونو خپلو بريدونو ته د پاى ټکى کېږدي.
د اسيا لپاره د ياد سازمان مرستيال مشر فيليم کېن ويلي : (( له ٢٠٠٢ زېږديز کال راهيسې افغان چارواکي، جنګ سالاران او وسله والو ډلو ګڼ شمېر ژورنالېستان ګواښلي، وهلي او وژلي دي.))
هغه له ولسمشر اشرف غني غوښتي چې د بيان ازادۍ د خونديتوب او د بيان د ازادۍ د سرغړوونکو د محاکمې په اړه پر هغو ژمنو کلک ودرېږي، چې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال يې کړې وې.
بله خوا د افغانستان د ملي وحدت حکومت وايي چې د بيان ازادۍ او د ژورنالېستانو د حقونو دفاع ته ژمن دى.
د حکومت د اجراييه رياست مرستيال انجنير محمد خان چې د افغانستان ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې يوه پلاوي سره يې خبرې کولې، په ډاګه کړه، چې د ملي يووالي حکومت په لومړيو ورځو کې معلوماتو ته د لاسرسي قانون تصويب کړ.
د هغه په وينا، په دې قانون کې ځينې نيمګړتياوې شته او يو شمېر ټولنو په کې د تعديلاتو غوښتنه هم کړې ده.
هغه ژمنه وکړه چې د ژورنالېستانو ستونزو ته به په جدي توګه پاملرنه کوي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د افغان ژورنالېستانو او رسنيو په اړه په داسې حال کې اندېښنه څرګنده کړې، چې ٢٠١٤ کال د ژورنالېستانو لپاره له تاوتريخوالي څخه ډک کال و.
د رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) د معلوماتو له مخې،تېرکال د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې ٦٤ سلنه زياتوالى راغلى و.
د يادې رسنۍ د معلوماتو په اساس، تېر کال په هېواد کې شپږ ژورنالېستان وژل شوي.
٢٠١٥ کال هم د افغان ژورنالېستانو لپاره ښه نه بلل کيږي ، ددې کال په لومړۍ مياشت کې په ننګرهار ولايت کې د سپين غر راډيو يو تن ژورنالېست د وسله والو له خوا ووژل شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن