ميمنه (پژواک ١٢ سلواغه ٩٣): فارياب کې د طالبانو د يوه پوځي مسوول او درېيو بهرنيو په ګډون ٩ وسله وال مخالفين وژل شوي او د يوه پوليس او يوه ماشوم په ګډون لس نور کسان ټپيان شوي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې دغه مرګ ژوبله د قيصار ولسوالۍ په ارکليک او نهرين سيمو کې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ د نښتې پر مهال رامنځته شوې ده.
د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ارکليک، زعفران او بيدک سيمې د طالبانو له بريد وروسته د هغوى لاس ته لوېدلې وې او دغه سيمې نن يو ځل بيا د سيمه ييزو پوليسو له بريد وروسته د هغوى له وجوده پاکې شوې دي.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې په قيصار کې د طالبانو د پوځي کمېسيون د مسوول ملا محى الدين په ګډون شپږ کسان وژل شوي او له دې پرته ٨ وسله وال مخالفين، يو پوليس او يوه کم عمره انجلۍ ټپيان شوي دي.
پر دې سربېره په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا د مطبوعاتو مسوول جګړن رضا رضا وويل، چې درې ازبکستاني طالبان هم د ملي اردو له ځواکونو سره د نښتې پر مهال د قيصار په نهرين سيمه کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې درې کسانو طالبانو ته د ماينونو د جوړولو او ځاى پر ځاى کولو روزنه ورکوله چې د قيصار-المار په لويه لار کې د کجنو په سيمه کې د دوه ماينونو چاودنه هم د همدې کسانو کار و.
په تېرو دوه اونيو کې د قيصار-المار لويې لارې په اوږدو کې د سړک غاړې د ماين په دوه چاودنو کې د يوه ډاکټر په ګډون د ملي اردو شپږ سرتېري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
جګړن رضا وويل، چې طالبانو نن په غورماچ ولسوالۍ کې هم جګړه پيل کړې چې تر اوسه پورې په کې د عامه نظم يو پوليس ټپي شوى دى.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ويلو ده، چې پرون ورځ د ملي اردو چارواکو ويلي و، چې په قيصار ولسوالۍ کې د دريو سيمه ييزو مخورو، دوه ازبکستاني وګړو په ګډون ١٤ وسلوال مخالفين وژل شوي، خو طالبانو بيا ادعا کړې وه، چې په دغه نښته کې يې درې ټانکونه ويجاړ، ١٧ دولتي سرتېري وژلي او ٢٧ نور يې ټپيان کړي دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن