غزني ښار (پژواک ۸ کب ۹۳): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې تېره شپه يو جومات له ١٨ جلده قران شريف سره سوځول شوى، حکومتي چارواکي وايي دا کار طالبانو کړى، خو هغوى يې پړه د سيمې پر خلکو اچوي.
دغزني اندړو ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار انجنیر لطفالله کامران وايې چې تیره شپه وسله والو طالبانو د صالحانو په سیمه کې د شپې په مهال یو جومات ته اوراچولی دى.
دده د معلوماتو له مخې جومات او پکې ١٨ جلده قران کريم په مکمل ډول سوځېدلى دى.
کامران زياته کړه: “وسله والو طالبانو په دې خاطر دغه جومات ته اوراچولی چې دولت دغه جومات ته لاوډسپیکر، قالینې او یو شمیر نور اړین مواد ورکړی وو”.
دده په وينا، طالبانو ویلې وو چې خلکو نبايد په جوماتونو کې د دولت له خوا له ورکړل شويو څيزونو ګټه پورته کړي.
پژواک خبرې آژانس ددې جومات د سوځیدلو ویدیو ترلاسه کړی ده خو په دې ویدیو کې دسیمي یو سپین ږیری وايې چې معلومه نه ده دا جومات چا او ولي سوځولی دى.
سپین ږیري دا تاييد کړه چې په دې جومات کې ۱۸ جلده قران شریفونه هم وو چې ټول سوځیدلي دې.
خوطالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايې چې دا کار طالبانو نه بلکې خپله خلکو کړی دى.
هغه زياته کړه، په دې جومات باندې دوو قومونوترمنځ شخړه وه او دا شخړه د جومات له سوځوني سره پایته ورسیده.
طالب وياند وويل دوى به هغو خلکو ته د خلکو په وړاندې سخته سزا ورکړي کوم چاچې دغه جومات سوځولی دى.
صالحان دغزني په اندړو ولسوالۍ کې هغه سیمه ده چې ددولت ترڅنګ پکې وسله وال طالبان هم فعال دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن