ژبه

پاکستان : په افغانستان کې به روانې پروژې ژر بشپړې کړو

کابل ( پژواک، ١٨ کب ٩٣ ) : د پاکستان د ماليې وزير ډاډ ورکړى، چې په افغانستان کې د بيارغونې پيل شوې لويې پروژې به ډېر ژر بشپړې کړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د کب په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار  او دافغانستان د ولسمشر اشرف غني اقتصادي سلاکار ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال تېره ورځ ناوخته ټيلېفوني خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې ددې ټيلېفوني اړيکې پر مهال دواړو لورو د اقتصادي پرمختګونو او د افغانستان د بيارغونې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړيکو کې پاکستان ته د افغان ولسمشر د سفر پر مهال د شويو پرېکړو د عملي کېدو په اړه هم په تفصيل سره خبرې وشوې.

د پاکستان د ماليې وزير ويلي چې د افغانستان سوله ،  ثبات او اقتصادي پرمختګونه د دوى له لومړيتوبونو څخه دي .

اسحاق ډار زياته کړې چې د دوى په اړوندو وزارتونو کې يو شمېر کسان په دندو ګومارل شوي، څو هغه ټولې پرېکړې او توافقات وڅاري، چې اسلام اباد ته د افغان ولسمشر د سفر پر مهال ترسره شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ددې ليدنې پر مهال د افغان ترانزيټ ټريډ او د برېښنا د کاسا ١٠٠٠ پروژې په اړه هم په تفصيل سره خبرې وشوې.

سرچينې زياته کړې چې ددې ليدنې پر مهال د ماليې وزير اسحاق ډار افغان سيال ته ډاډ ورکړ، چې  د تورخم-جلال اباد دويم سړک لپاره بوديجه منظوره شوې او ډېر ژر به يې چارې پيل شي، دغه راز په کابل کې د رحمان بابا د هلکانو د لېسې ودانۍ به راتلونکو څو مياشتو کې پرانيستل شي.

هغه زياته کړه، چې هېواد يې له افغانستان سره  اوږد مهاله همکاريو او پياوړو اړيکو ته ژمن دى او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اور ګاډي ليکې پر جوړولو ټينګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي  چې د افغانستان اقتصادي سلاکار ډاکټر زاخېلوال له پاکستان څخه مننه وکړه، چې د اړوندو موضوعاتو په اړه يې جدي اقدامات پيل کړي دي.

ورته موضوع