ميمنه (پژواک،١ورى ٩٤): پرسړک د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې، د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې دوه تنه ووژل او درې نور يې سخت ټپيان کړل.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدنعيم اندارابي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پنځه تنه د تفرېح لپاره دښتې ته روان وو، چې نن له غرمې مخکې په شاوخوا نهو بجو يې موټر د “غذاري” په سيمه کې ماين والوځاوه.
هغه وويل چې دغه ماين د دولت وسلوالو مخالفينو ځاى پر ځاى کړى و. خو د دولت وسلوالو مخالفنيو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د سيمې يو اوسېدونکى نقيب الله وايي چې ياد پنځه کسان له ١٥ تر ١٨ کلونو عمرونه لري او غوښتل يې چې د نوي کال لومړۍ ورځ د “لقمان حکيم” په دښته کې په خوښۍ تېره کړي، خو موټر يې ماين والوځاوه.
په پېښه کې د يو تن ټپي شوي کس له خپلوانو څخه يو تن په داسې حال کې چې سخت يې ژړل، وويل چې د ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دى.
هغه وويل چې ټپيان د خواجه سبزپوش کلينيک ته لېږدول شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن