کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٤): د افغانستان ولسمشر امريکا متحده ايالاتو ته د خپل رسمي سفر په دويمه ورځ وويل چې افغانستان له ترهګرۍ سره په جګړه کې قرباني ورکوي، خو ماتې به هېڅکله ونه مني.
د ولسمشر د وياند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني امريکا متحده ايالاتو ته د خپل سفر په دويمه (تېره ورځ) په ځايي وخت له غرمې وړاندې په پينټاګون کې د هغه هېواد د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو له هرکلي سره په داسې حال کې مخ شو چې د دواړو هېوادونو ملي سردونه هم غږول کېدل.
سرچينه ليکي چې لومړى د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر په خپلو خبرو کې ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د امريکايي او افغان ځواکونو د قربانيو يادونه يې وکړه.
کارټر همدارنګه افغانانو ته د خدمت په برخه کې د ولسمشر غني هلې ځلې ستايلې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د افغانستان د خلکو او حکومت په استازولۍ په خپله وينا کې په تېرو ١٣ کلونو کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قربانيو درناوى کړى او ويلي يې دي: ((له تاسې نه هر يوه د افغانستان د خلکو په زړونو کې ښې خاطرې پرېيښې دي.))
ولسمشر زياته کړې چې د امريکا د محاربوي ځواکونو رول د ٢٠١٤ زېږديز کال د ډسمبر په ٣١مه پاى ته رسېدلى او د افغانستان وياړلو ځواکونو ته روزنه ورکوي.
ولسمشر وويل چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دى او په دې برخه کې يې زياتې قربانۍ ورکړې دي، هغه زياته کړه: ((موږ قرباني ورکوو، خو ماتې هېڅ وخت نه منو.))
غني ويلي: ((ترهګري يوه منفي ښکارنده او ګواښ دى، خو افغانان غواړي چې ترهګرو ته دغه حقيقت ووايي چې تاسې موږ تر خپل اغېز او فشار لاندې نه شى راوستلې او موږ د برياوو پر لور وړاندې ځو.))
ولسمشر څرګنده کړه چې د افغانستان او امريکا همکاري بنسټيزه ده او افغانستان له ازادۍ د دفاع په برخه کې د نړيوالې مبارزې په لومړۍ ليکه کې ولاړ دى.
هغه امريکايانو ته خطاب کې وويل: ((تاسې يواځې د جګړې لپاره افغانستان ته نه ياست راغلي، بلکې په پراختيايي چارو لکه د ښوونځيو، سړکونو او بندونو په جوړولو کې مو هم ونډه اخيستې ده.))
د سرچينې په وينا، ولسمشر غني زياته کړې: ((زما پيغام دا دى چې موږ نه غواړو د اوږو بار شو، موږ اوس دا غوښتنه نه لرو چې امريکا زموږ لپاره څه کار کولى شي، بلکې غواړو دا ووايو چې افغانستان د خپل ځان او نړيوالو لپاره څه کار کولى شي.))
افغان ولسمشر د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د وري مياشتې په دويمه شپه د امريکا متحده ايالاتو ته په يوه رسمي پنځه ورځني سفر روان شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن