کابل (پژواک ١٠ ورى ٩٤): ” د ټاکنو لړۍ د پياوړتيا لپاره د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو” شبکې، د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د غړو پر ټاکل کېدو او د کمېسيون د کار په پيل کې له ځنډ اندېښنه څرګنده کړې او وايي، چې تر اوسه پورې د اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره سياسي رښتينې اراده شتون نه لري.
دغه شبکه په داسې حال کې چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د رامنځته کولو د ولسمشر اشرف غني د فرمان له صادرولو هرکلى کوي، خو زياتوي چې د کمېسيون د غړو جوړښت څرګندوي چې په ټوليز ډول په دغه غړو کې د دواړو سياسي ټيمونو د کسانو په پرتله د مدني ټولنې غړو ونډه، ډېره پيکه ده، چې دغه کار کولى شي چې د دندو په برخه کې د کمېسيون باور تر پوښتنې لاندې راولي.
د دغه بنسټ په وينا، د کمېسيون د غړو په ټاکل کېدو کې د ټاکنو په برخه کې د تجربې او تخصص معيارونه لکه څومره چې ترې هيله کېدله، هغومره پام نه دى شوى او په کمېسيون کې د ټاکنيزو څارونکو او د تخصصي بنسټونو د ونډې ته نه پاملرنه؛ د کمېسيون له کار څخه د مدنې ټولنې ملاتړ کمولى شي.
د “اکسين” شبکې مشر جانداد سپين غر نن په دغه خبري ناسته کې وويل: ” د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون ډېرى غړي له دواړو ټيمونو دي او په دې اړه اندېښمن يو چې دغه کار ځانته سياسي رنګ او بوى واخلي چې بيا به خلکو ته د منلو وړ نه وي.”
هغه زياته کړه چې د دندو لايحې، د دغه کمېسيون واک داسې محدود کړى چې په هيڅ ډول به هغه اصلاحات چې خلک يې هيله لري، رامنځته نه کړي.
ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول، د ولسمشر او اجراييه مشر تر منځ د سياسي هوکړه ليک له مهمو مواردو بلل کېږي چې د کمېسيون د نه رامنځته کېدو په اړه د اندېښنو له زياتېدو وروسته يې ولسمشر اشرف غني د رامنځته کولو کمېسيون تېره اوونۍ صادر کړ.
دغه کمېسيون ١٥ غړي لري، چې اصلي موخه يې په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول، د ولسي نظام پياوړتيا، پر اصلاحاتو باندې د خلکو باور زياتول، د قانون د حاکميت پياوړتيا او له ټاکنيزو درغليو مخنيوى بلل شوى دى.
خو سپين غر وويل، چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د رامنځته کولو په اړه د ولسمشر د فرمان په متن کې، کمېسيون ته وړانديز شوې طرحې او تصويب شوي واکونه ورکړل شوي، خو پايله يې د ولسمشر په پرېکړې پورې تړل شوې ده، چې دغه کار د ټاکنيزو اصلاحاتو د مشرتابه لپاره د کمېسيون خپلواکي تر يوې اندازې پورې تر پوښتنې لاندې راولي او د اصلاحاتو د سياسي کېدو په اړه اندېښنې ډېروي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تيفا) او د اکسين شبکې غړى مشر نعيم ايوب زاده وويل، چې د کمېسيون د غړو او ټاکنيزو اصلاحاتو د رامنځته کولو په اړه د ولسمشر په فرمان کې يو لوړ ستونزې شتون لري چې بايد پام ورته وشي.
هغه زياته کړه: ” تر اوسه پورې د اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره سياسي رښتنې اراده شتون نه لري او دا به ډېره سخته وي چې ان موږ دې د ولسي جرګې رڼې سراسري ټاکنې تر سره کړو او له دغه وضعيت اندېښمن يو چې منفي پايلې د عادلانه ټاکنو پر تر سره کولو اغېز پرېباسلى شي.
د قانون له مخې، د ولسي جرګې ټاکنې بايد سږ کال د اوړي په موسم کې تر سره شي، خو داسې څرګندونې شتون لري چې دغه ټاکنې به د روان کال په ترڅ کې تر سره نه شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن