کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٣): د اقتصاد وزارت کانديد وزير عبدالستار مراد د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه.
حکومت ١٦ نوماند وزيران د روانې مياشتې په ١٢مه ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو په موخه معرفي کړي او ولسي جرګې نن ورته د رايو صندوقونه کېښودل.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢٣٨ تنه حاضر وو او نوماند وزير بايد د بريا لپاره ١٢٠ رايې ترلاسه کړې واى.
د اقتصاد وزارت لپاره نوماند عبدالستار مراد، د ١٥٢ موافقو، ٥١ مخالفو، ٦ باطلو او ٢٩ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شول چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي.
د اساسي قانون د ٦٤مې مادې له مخې، وزيران د ولسمشر په وړانديز او د ولسي جرګې په تاييد ټاکل کېږي.
نوي حکومت چې د روان کال د تلې مياشتې په لومړيو کې يې کار پيل کړى، يو ځل د مرغومي په ٢٢ مه ٢٥ نوماند وزيران او د ملي امنيت او مرکزي بانک نوماند مشران ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو په موخه ور وپېژندل.
خو له دې ډلې يواځې د کورنيو چارو، بهرنيو چارو، کليو پراختيا، ماليې، حج ارشاد او اوقافو، کانونو، عامې روغتيا او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو کانديد وزيرانو او د ملي امنيت کانديد له جرګې د باور رايه ترلاسه کړه.
پاتې نورې ادارې تر اوسه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او په دويم ځل د ملي دفاع وزارت لپاره تر اوسه څوک نه دي نوماند شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن