ژبه

لغمان کې درى ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي

جلال اباد (پژواک،۱۰ غويى ۹۴): چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د ماين چاودنو له امله درى ماين خښوونکي وژل شوي، يو ملکی وګړی او يو پوليس ټيپان دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند نعمان هاتفي د غويي په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د الينګار ولسوالۍ د ټک کلا په سيمه کې وسله والو غوښتل پر سړک ماين خښ کړي خو پر همدوى وچاودېد.

هاتفي وويل چاودنې درې ماين خښوونکي وژلي، خو د سيمې خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې په وژل شوو ماين خښوونکو کې د جمشيد په نوم د وسله والو يو قوماندان هم دی چې د لغمان په ډېرو ناامنيو کې يې لاس درلود.

ځواک وويل: "قوماندان جمشيد د وسله والو طالبانو لپاره د ماين جوړولو لارښود و او په خپله هم د ماين په جوړولو کې ډېر مشهور و. "

د والي وياند زياتوي چې نن سهار شپږ نيمې بجې د بادپښ ولسوالۍ په لاره د ماين بلې چاودنې يو ملکي وګړی ټپي کړى او نن سهار اووه بجې د الينګار ولسوالۍ د پړوايي په سيمه کې ورته بلې پېښې يو پوليس ټپي کړى دى.

ځواک يادونه وکړه: "د بادپښ په پېښه کې ملکي وګړى ځايي کلينيک ته په لاره و چې چاودنه پرې شوې او پښې يې قطع شوې دي، د الينګار په پېښه کې يو پوليس برسېرن ټپي دی. "

بلخوا په ختيځ کې د سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره د غويي په ۱۰مه پژواک ته په رالېږل شوې خبره پاڼه کې راغلي چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې يې د عملياتو پر مهال پنځه شکمن بهرنيان نيولي دي.

سرچينه زياتوي چې نيول شوي پاکستانيان دي او افغانستان ته د راتګ قانوني اسناد يې نه لرل.

په اعلاميه کې راغلي چې دا کسان په جلال اباد ښار کې د ګډو ځواکونو د وروستيو چانيزو عملياتو او  تلاشيو پر مهال نيول شوي او پلټنې لا هم روانې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.