کابل(پژواک،١١غويى ٩٤): چارواکي وايي چې د خوست ولايت په سرحدي سيمه ببرک ټانه کې د سرحدي پوليسو پر امنيتي پوستې د بريد په ترڅ کې ۲۵ طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
ببرک تاڼه د خوست ولايت د عليشرو او تريزايي ولسوالۍ اړونده سرحدي سيمه ده چې له کورمې ايجنسۍ سره ګډه پوله لري.
د خوست د والي مرستيال عبدالواحد پټان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا ۲ بجې د وسله والو طالبانو يوې سترې ډلې د خوست د ببرک تاڼې په سيمه کې پر سرحدي پوستې د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړل.
هغه وويل، چې د پوستې پوليسو له طالبانو سره کلک مقاومت کړی او جګړې د سهار تر ۶ بجو پورې دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې د يو شمېر پوليسو په ګډون وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
پټان زياته کړه: ((۲۵ طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي. همدارنګه زموږ لوري ته ۲ سرحدي پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي، چې روغتون کې تر درملنې لاندې دي.))
د والي مرستيال دغه راز وويل، چې د ۴ وژل شوو طالبانو جسدونه د نښتې په ډګر پاتې شوي وو، چې امنيتي ځواکونو د تريزيو او عليشېرو ولسوالۍ ته لېږدولي دي.
هغه زياته کړه، وسله و الو طالبانو ته هغه مهال درنه مرګ ژوبله واوښته، چې له ولسوالۍ څخه ملي پوليس او د ملي اردو سرتېري په خپل وخت د جګړې سيمې ته ورسېدل او پر طالبانو يې بريدونه وکړل.
په همدې حال کې د خوست ولايت له مقام څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې هم په ياده جګړه کې د ۲۵ طالبانو او ۲ پوليسو د وژلو او ۲۱ طالبانو او د ۵ سرحدي پوليسو د ټپي کېدو خبر تاييد شوی.
د خوست د ولايتي ملکي روغتون يوتن نوکريوال ډاکټر د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې د جګړې له سيمې روغتون ته ۵ ټپي شوي سرحدي پوليس وروړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن