ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان په دولتي ارګانونو کې د ښځو ونډه پيکه ده

د بدخشان په دولتي ارګانونو کې د ښځو ونډه پيکه ده

author avatar
8 Aug 2015 - 11:51
د بدخشان په دولتي ارګانونو کې د ښځو ونډه پيکه ده
author avatar
8 Aug 2015 - 11:51

فيض اباد(پژواک ،١٧زمرى ٩٤): د بدخشان ښځو چارو مشرې د حقوقي مسايلو په اړه د عامه پوهاوي نه شتون او د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي په هکله اندېښنه څرګنده کړه او په دولتي ارګانونو په ځانگړې توګه په ولسواليو کې د ښځو نقش پيکه ګڼي.

بدخشان يو غرنيز ولايت دى، ٢٨ ولسوالۍ، له چين، پاکستان او تاجکستان هېوادونو سره ګډه پوله لري.

 ذوفنون حسام ناطق له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل،چې د بدخشان مرکز فيض اباد په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ښه ده، خو په ولسواليو کې پيکه ده او ان په ځينو ولسواليو کې هېڅ شتون نه لري او علت يې دوديز رواجونه دي ، چې د هغوى کار ته د تللوو مخه نيسي.

نوموړې وويل چې د بدخشان په نا امنو ولسواليو کې د بشري حقونو د پروګرامونو پلي کول او د ښځو له پروژو څارنه  هغه ستونزې دي چې د ښځو چارو رياست پر وړاندې پرتې دي.

مېرمن ناطق زياته کړه چې د ښځو قاضيانو او څارنوالانو کمښت، د حقوقي، ديني، بېوزلي، کورني تاوتريخوالي او ټولنيزو محدوديتونو د مسايلو په اړه د پوهاوي نه شتون، هغه ننګونې دي چې د بدخشان ښځې ورسره لاس او ګرېوان دي.

د بدخشان د ښځو چارو مشرې وويل چې تېر کال يې د ښځو اړوند ١٣١پېښې په عدلي او قضايي ارګانونو کې ثبت کړې دي چې د وژنو دوه پېښې، د تجاوز دوه پېښې، د نامشروع اړيکو شپږ قضيې، د طلاق پنځه پېښې، د جلاوالي ١٠ پېښې، د کوژدې فسخ کولو ١٠ پېښې، له کوره د تېښتې ٦ پېښې، د جبري ودونو دوه پېښې، د نفقې د نه ورکولو درې قضيې او د وهلو ټکولو ٤ قضيې په کې شاملې وې.

هغې وويل چې د سږ کال کره شمېرې يې تر اوسه ثبت کړې نه دي، خو د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوترېخوالى تر اوسه دوام لري، د ښځو چارو رياست په دې هکله خلکو ته پوهاوى ورکوي چې د دغه قشر حقوق بايد تر پښو لاندې نه شي.

د مېرمن ناطق په وينا، د پوهنې په برخه کې په ولسواليو کې هم د ښځو ونډه کمرنګه ده او هغوى هڅه کوي څو د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې دا نقش روښانه کړي.

د ښځو چارو رييسې زياته کړه چې په لرو پرتو سيمو کې د ښځينه روغتيايي پرسونل کمښت د دې لامل شوى څو په ولسواليو کې د ښځو ستونزې پر خپل ځاى پاتې  او لاسرسى ورته ونه شي.

نوموړې زياته کړه چې له دې امله، اميدواره مېرمنې روغتون ته د لېږد پر مهال ساه ورکوي.

د نوى ترسره شوې سروې له مخې، بدخشان څه باندې يو ميليون نفوس لري چې  ١٧٢ زره يې له ١٤کلونو  څخه تر ٤٩ کلونو عمر ښځې جوړوي.

له ياد  شمېر څخه له ٧٢ تر ٧٣ زره  مېرمنې هر کال اميدواره کېږي چې ٦٣ زره يې په سمه  او خوندي توګه زېږون ترسره کوي خو له بده مرغه د دغو مېرمنو شاوخوا ٩زره يې د اميدوارۍ او  زېږون پر مهال خپل ماشوم له لاسه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.