کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): د افغانستان لوړپوړى دولتي پلاوى له پاکستان سره د ترهګرو پر ضد د دغه هېواد د همکاريو په اړه د وروستيو خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي.
د افغانستان د ولسمشرۍ مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه پلاوي کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزى او د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل شامل دي.
هغه زياته کړه چې دغه پلاوى سبا اسلام اباد ته ځي او دوى به له پاکستاني چارواکو سره يو ځل بيا د ترهګرو پر ضد پر رښتينې مبارزې خبرې وکړي.
هاشمي وويل، افغانستان به له پاکستان څخه وغواړي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدمات وکړي او په دې برخه کې به د افغانستان د عمل پلان (اېکشن پلان) وړاندې شي.
نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
بلخوا د پاکستان رسنيو د ځايي سرچينو په حواله خبر ورکړى چې افغان پلاوى به له پاکستان څخه په دغه هېواد کې د طالب مشرانو د نيولو او سپارلو غوښتنې هم وکړي.
دسرچينې د معلوماتو له مخې، دغه راز افغان پلاوى به د دغه سفر پر مهال په پاکستان کې د ټپي طالبانو د درملنې د بندېدو او د طالبانو له مالي ملاتړه د پاکستان د لاس پر کېدو غوښتنې هم وکړي.
د يادونې ده، په کابل کې د څو ورځو مخکې خونړيو بريدونو وروسته ولسمشر اشرف غني په يوه خبري غونډه کې په ډاګه کړه چې د دې پېښو تر شا د پاکستان لاس دى او ويې ويل چې اوس هم له پاکستان څخه د جګړو پيغامونه راځي.
ولسمشر زياته کړې چې په پاکستان کې د ترهګرو د روزنې ځالې او مرکزونه هم شته او له هغه ځايه په افغانستان کې بريدونه پلانېږي.
په دې خبري غونډه کې ولسمشر اشرف غني اعلان کړى و چې د راتلونکې پنجشنبې ورځ (د زمري ٢٢مه) به يو لوړ پوړى پلاوى له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ د سولې اميد درلود خو د پاکستان په قلمرو کې زموږ په خلاف د جنګ اعلان کېږي دا په حقيقت کې له يوه ګاونډي ملت او هېواد سره څرګنده دښمني ده.))
ولسمشر ويلي، د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره د وروستيو ټيلېفوني اړيکو پر مهال په ډاګه کړه چې دغه هېواد بايد د افغانستان په اړه ترهګري هغه ډول تعريف کړي، څه ډول يې چې د خپل هېواد په اړه کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن