کابل(پژواک، ٨ وږى ٩٤): د ملي تدارکاتو کمېسيون د ملي دفاع، کورنيو چارو، پوهنې ، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو او برېښنا شرکت اړوندو ١٥ قرار دادونه منظور کړل.
د ارګ له مطبوعاتي دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي تدارکاتو ناسته تېره ورځ ماښام د ولسمشر تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.
سرچينې زياته کړه چې په دې غونډه کې د ملي دفاع، کورنيو چارو، پوهنې، کار او تولنيزو چارو وزارتونو او افغانستان برېښنا شرکت اړوند ١٥ قرار دادونه چې ارزښت يې پنځوس ميليونه، ٩ سوه يو سل او ٩ افغانۍ کېږي، له څېړنې وروسته تصويب شول.
خبرپاڼه وايي چې په دې قراردادونو کې له اقينې څخه تر شبرغان پورې د ٥٠٠ کيلو واټه برېښنا د لېږد لپاره د لين غځولو د پروژې، له شبرغان څخه تر مزار شريف پورې د ٢٢٠ کيلو واټه برېښنا د لېږد لپاره د مزي غځولو او د اندخوى، شبرغان او مزار شريف د برېښنا کوټونو( سب ستېشن) د پراختيا قرار دادونه هم تصويب شوي دي.
خبرپاڼه کې په ډاګه شوې چې په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت اړوند ٤ قراردادونه، د ملي دفاع وزارت اړوند ٧ قرار دادونه د اعاشو او د امنيه قوماندانيو او ولايتونو د قول اردوګانو د ساتنې او مراقبت په برخه کې څېړل شوي او تصويب شوي چې له تېر کلونو سره د پرتلې له مخې د کورنيو چارو وزارت په ځينو قرار دادونو کې شاوخوا ١٠٥ ميليونه افغانۍ او د ملي دفاع وزارت په ځينو قرار دادونو کې شاوخوا ٦٢ ميليونه افغانۍ سپما شوې او د بيو کمښت رامنځته شوى دى.
سرچينې ليکلي چې ولسمشر غني په دې غونډه کې د ماليې وزير ته لارښوونه وکړه چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مشر سره په همغږۍ او د ملي تدارکاتو ادارې په همکارۍ، د تدارکاتي چارو اوسنى وضعيت د ولايتونو په کچه وڅېړي، د قانون او تدارکاتي کړنلارو په رعايت سره منطقي اډانه وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د تدارکاتو ملي کمېسيون د تدارکاتو پروسو بهير او مخکې وړلو پر ډول او د ولايتونو او مرکز د واکونو په اړه بحث کړى او تر څنګ يې د ظرفيتونو پر وده او تدارکاتي تخصص هم ټينګار کړى دى.
د ويلو ده چې په دې ناسته کې اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش، د ماليې او عدليې وزيرانو او داقتصاد وزارت مسلکي مرستيال ګډون کړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن