ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ريکا شپږم اصلي غونډه په کابل کې پيل شوه

د ريکا شپږم اصلي غونډه په کابل کې پيل شوه

author avatar
4 Sep 2015 - 11:02
د ريکا شپږم اصلي غونډه په کابل کې پيل شوه
author avatar
4 Sep 2015 - 11:02

کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٤): د ريکا شپږم کنفرانس دويمه ورځ د افغانستان د ولسمشر او بهرنيو چارو د وزير په ويناوو پيل شو او هغوى د سيمې هېوادونو پر همکارۍ، سيمه ييزې انرژۍ، طبيعي منابعو او د سوداګرۍ پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

دغه دوه ورځنى کنفرانس د افغانستان لپاره د سيمه ييزې او اقتصادي همکارۍ (RECCA-VI) يا د افغانستان له لارې د ورېښمو قلمرو په نوم د افغان چارواکو، د دېرشو هېوادونو او ٤٠ نړيوالو او سيمه ييزو استازو په ګډون پرانيستل شو.

د تېرې ورځې په غونډه کې د تخنيکي ډلې تر منځ د سيمې هېوادونو پر نښلولو، سيمه ييزې انرژۍ، طبيعي سرچينو، د خصوصي سکټور پر وده او د سوداګرۍ پر پياوړتيا خبرې اترې وشوې.

ولسمشر غني په خپله وينا کې دغه کنفرانس د اقتصادي اړيکو په پياوړتيا او د سيمه ييزو مهمو پروژو په عملي کولو کې مهم وباله او د سيمې او نړۍ د هېوادونو پر ډېرې همکارۍ يې ټينګار وکړ.

د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم له افغانستان سره د سيمې هېوادونو همکاري مهمه وبلله او ويې ويل چې افغانستان په وچه کې راګير هېواد دى او پراخې طبيعي زېرمې لري او د سيمې جدي ملاتړ ته اړتيا لري.

د ريکا کنفرانس په ٢٠٠٥ ميلادي کال کې جوړ شو چې مخکنۍ پنځه ناستې يې په ترتيب په کابل، هند، اسلام اباد، استانبول او دو شنبه کې ترسره شوې دي.

د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي: ((شپږم ريکا له مخکنيو هغو توپير لري، په دغه کنفرانس کې له تېرو تجربو او درسونو هم استفاده کېږي او هيله من يو ښه پايله ولري.))

 

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.