ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ریکا شپږم کانفرانس ګډونوالو د پخوانیو کانفرانسونو د پریکړو ، ژمنو او پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ

د ریکا شپږم کانفرانس ګډونوالو د پخوانیو کانفرانسونو د پریکړو ، ژمنو او پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ

author avatar
4 Sep 2015 - 19:59
د ریکا شپږم کانفرانس ګډونوالو د پخوانیو کانفرانسونو د پریکړو ، ژمنو او پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ
author avatar
4 Sep 2015 - 19:59

کابل ( پژواک، ۱۳ وږی ۹۴ ) : د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي چې د ریکا شپږم کانفرانس ګډونوالو د پخوانیو کانفرانسونو د پریکړو ژمنو او پروژو پر تطبیق او عملي کولو ټینګار وکړو. 

‍رباني دغه څرګندونې د وږي په ۱۳مه، په کابل کې د افغانستان په اړه د سیمه ییز اقتصادي همکاریو (ریکا) شپږم کانفرانس په پای کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

په دې کانفرانس کې د ۷۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړي وو چې پکې د تاجکستان، قطر د بهرنیو چارو وزیران، د پاکستان د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار، د ایران د کورنیو چارو وزیر، د ترکمنستان د مالیې وزیر، د سارک سرمنشي، د نړیوال بانک مرستیال، د ایکو سازمان مرستیال، د شانګهای سازمان د منشي مرستیال او یو شمیر نور چارواکي شامل وو.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل ، په دې کانفرانس کې د یو شمیر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو ګډون ددې ښکارندوی کوي چې دوی د ریکا شپږم د کانفرانس د پروژو او پریکړو ملاتړ کوي او ورسره ژمن دي.

د هغه به وینا، د ریکا کانفرانس افغانستان لپاره د مرستو راجلبولو لپاره نه، بلکې په سیمه ییزه کچه دافغانستان لپاره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو اغیزمن میکانیزم دی.

رباني وایي چې دریکا د پروژو ګټه د سیمې ټولو هیوادونو ته رسیږي او دا ددې لامل کیږي چې د ریکا د پروژې بریالۍ شي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان غواړي د خپلې اغیزناکې اقتصادي دیپلوماسۍ له امله سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ پیل کړي او په سیمه کې د تاوتریخوالي پر ځای رغنده راکړه ورکړه پیل کړي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغانستان د ریکا د پروژو او نورو اقتصادي پروګرامونو سره چې د خپلې اقتصادي دیپلوماسې له مخې پرمخ وړي ددې په لټه کې دی چې له دې وروسته بهرنیو مرستو ته اړتیا ونه لري او د خپلو اقتصادي وړتیاوو له مخې پرمختګونه  وکړي.

د هغه په وینا، لکه څرنګه چې ولسمشر اشرف غني ویلی، افغانستان زرګونه کلونه د وریښمو له لارې داسیا هیوادونه  داقتصادي او سوداګریزو اړیکو له لارې سره تړلي اوس افغانستان غواړي یو ځل بیا خپل دغه تاریخي رول یو ځل بیا را ژوندی کړي.

هغه زیاتوي، افغانستان د سیمې د ټرانزیټ د څلور لاري او د منځني اسیا له سویلي اسیا او منځني ختیځ سره د تړلو د پول په توګه د سیمې د سوداګرۍ د پراختیا او د انرژۍ په لیږد کې مهم رول لوبوي.

رباني وایي : (( موږ پر دې باوري یو چې انرژۍ ته د سویلي اسیا اړتیا او له منځني اسیا څخه سویلي اسیا ته د انرژۍ لیږد ددې لامل کیږي چې دسیمې هیوادونه دافغانستان امنیت او ثبات لپاره هلې ځلې وکړي ځکه چې دامنیت او ثبات پرته د انرژۍ لیږد او سوداګریز پرمختګونه ناشوني دي.

د هغه په وینا، لکه څرنګه جې د ټاپې او کاسا ۱۰۰۰ په څیر پروژې افغانستان لپاره اقتصادي اهمیت لري دغه راز دا پروژې د سویلي اسیا نورو هیوادونو ته هم ارزښت لري او په اوسنیو حالاتو کې ددې پروژو تطبیق په اړوندو هیوادونو کې د انرژۍ کمښت له منځه وړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.