ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د افغانستان- ایران پوله باید د اقتصادي او امنیتي همکاريو نقطه وي

ولسمشر غني: د افغانستان- ایران پوله باید د اقتصادي او امنیتي همکاريو نقطه وي

author avatar
4 Sep 2015 - 10:11
ولسمشر غني: د افغانستان- ایران پوله باید د اقتصادي او امنیتي همکاريو نقطه وي
author avatar
4 Sep 2015 - 10:11

کابل (پژواک، ۱٣ وږی ۹۴): ((افغانستان تل له ایران سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هڅه کې دی او له امریکا سره موافقې ته د ایران له رسېدو وروسته له ایران سره د زیاتو همکاریو غوښتونکی يو.))

دغه څرګندونې ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د ایران د کورنیو چارو له وزیر عبدالرضا رحماني فضلي سره د کتنې پر مهال کړې دي.

د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته نن په رالېږل شوې خبرپاڼه کې زياته شوي چې په ياده کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو په اړه بحث شوي دي.

اشرف غني وویل چې د افغانستان او ایران تر منځ پوله باید د اقتصادي او امنیتي همکاريو نقطه وي او زیاته یې کړه: ((موږ غواړو د دواړو لورو تر منځ په همکاریو کې واضح پرمختګ راشي، تر څو د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شي؛ ځکه دواړه هېوادونه له ګډو فرصتونو او ازموینو سره مخ دي.))

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت هېڅ وخت له حقایقو انکار نه دی کړی او تل یې ستونزو ته مناسبې حل لارې لټولې دي.

ولسمشر غني وويل: ((موږ غواړو له ایران سره د پولې په اوږدو کې ګمرکي مرکزونه زیات کړو، تر څو د دواړو لورو تګ راتګ زیات شي. د نشه یي توکو د قاچاق او د غیر قانوني توکو د لېږد مخه ونیول شي او له همدې لارې باید جرمي اقتصاد هم تر فشار لاندې راشي.))

نوموړي همدارنګه د کډوالو د ستونزو په اړه وویل چې په ایران کې د افغان کډوالو ستونزه باید په یو واضح چوکاټ کې دسته بندي شي او په مرحله وار شکل یې حل لارې ولټول شي.

په دې لیدنه کې د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل: ((موږ له افغانستان سره د وروري او ملګرتیا اړیکې لرو او هېواد مو په راتلونکي کې هم د افغانستان ملګرتیا ته ژمن دی.))

فضلي زیاته کړه چې ایران د افغانستان د نږدې ګاونډي په توګه افغانستان ته ګواښ په حقیقت کې ایران ته ګواښ بولي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل چې د اقتصادي او امنیتي ستونزو د حل لپاره باید له بې وزلۍ او ناپوهۍ سره مبارزه وشي؛ ځکه دښمن د خلکو له همدغو نيمګړتياوو ناوړه استفاده کوي.

نوموړي وویل: ((د افغانستان امنیت زموږ لپاره مهم دی او د ایران سیاسي مشرتابه د موضوع د ارزښت په درک کولو، له افغانستان سره د سولې په برخه کې مرسته کوي.))

په دې ليدنه کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د ملي امنیت شورا سلاکار محمدحنیف اتمر هم ګډون کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.