ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو بې وزلى پلار له حکومته خپل بندي زوى غواړي

يو بې وزلى پلار له حکومته خپل بندي زوى غواړي

author avatar
4 Sep 2015 - 15:08
يو بې وزلى پلار له حکومته خپل بندي زوى غواړي
author avatar
4 Sep 2015 - 15:08

میدان ښار (پژواک، ۱۳ وږى ۹٤): د میدان وردګو ولایت یو اوسېدونکی وایي، درى اولادونه یې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي، د دوو ځوانې کونډې ورته پاتې دي او یو بل زوی یې بندي دى، له همدې امله یې په کور کې له ژړا پرته بل غږ نه اورېدل کېږي.

د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې اوسېدونکي ۶۰ کلن عبدالنبي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د زیاتوغمونو او بېوزلۍ له امله یې په کور کې هېڅ د خوښۍ خبره نه نشته.

نوموړی وایي، کله یې چې څلور زامن لویان شول، پر درى نیم جریبه ځمکه کې یې د زردالوو باغ او کرنیزه ځمکه په څلور سوه زره افغانۍ ګرو ورکړه او په هغو پیسو یې دوه زامن چې ۲۴ او ۲۲ کلن وو، ایران ته د مزدورۍ لپاره ولېږل.

عبدالنبي زیاتوي چې زامنو ته يې، چې نوراحمد او احمد ولي نومېدل، ودونه هم کړي وو او ایران ته د تګ پر مهال د ایراني سرتېرو له لوري ووژل شول او له دواړو د اتلس او شل کلونو په عمر ځوانې مېرمنې کونډې او د یو نیم کلونو څخه کم عمره درى اولادونه یتمیان پاتې شول.

دغه دردېدلي پلار زیاته کړه، دوه نور زامن يې هم درلودل چې یو بل یې د کابل ـ غزني پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې ومړ او د اسلام الدين په نوم یو بل ١٨کلن زوی یې د طالبانو په تور د حکومت له لوري تر نیول کېدو وروسته د بند شپې ورځې تېروي.

نوموړى وايي: ((د دريو واړو ځوانو زامنو قبرونه یې له کور سره نږدې دي، څنګ په څنګ يې خښ کړي دي، خوا ته یې د دوو نورو قبرونو ځایونه هم شته، زه او مور یې خدای ته دعا کوو چې موږهم مړه کړي او وصیت مو کړی چې په هماغه ځای کې مو ورسره یو ځای نږدې خښ کړي.))

د میدان وردګو دغه اوسېدونکي وويل چې اوسمهال د خپلې ګرو شوې ځمکې بزګري او باغواني کوي او سږ کال یې د خپل باغ د ساتنې له ګرو کوونکو ۱۷زره افغانۍ واخيستې، خو کرل شوي غنم یې بیا موسمي سېلابونو يوړل.

عبدالنبي وايي: ((د یوې بدبختې کورنۍ مشر دی، هر وخت چې کور ته راشم، پرته له ژړا بل غږ نه اورم او کله ناکله خو مې د زامنو کونډې د هغوی په قبرونو ګورم چې ژړا او فریاد کوي، نو تر موږ به نور بدبخته او بېوزله کورنۍ چېرته وي؟))

نوموړی د میدان وردګو ولایت له چارواکوغوښتنه وکړه چې د دغه بدبختیو د خلاصون په موخه یې بندي زوی ورته له بنده ور خوشى کړي تر څو د کورنۍ لپاره یې د نفقې پیدا کولو وسیله وګرځي.

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.