مزارشريف (پژواک، ١١ تله ٩٤): په مزارشريف ښار کې د المان هېواد د کونسلګرۍ مسوولين وايي چې المان او افغانستان تاريخي دوستان پاتې شوي او دوی به په سخته کې له افغانستان سره خپله دوستي پالي.
په دغه ښار کې د المان کونسلګري مسوول اولي اېل دغه څرګندونې د تلې په ۱۱مه د افغان المان دوستۍ په وياړ غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وکړې.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د المان کونسلګرۍ له خوا د افغان المان د دوستۍ سل کلنه کليزه ونمانځل شوه چې د بلخ ولايت د امنيتي او دولتي چارواکو او د ولايتي شورا د غړو سربېره په کې په دغه ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د قونسلګريو مسوولينو برخه اخيستې وه.
په بلخ کې د المان کونسلر اولي اېل يادې غونډې ته د خپلو خبرو په پيل کې د کندوز په پېښه خواشيني وښوده او له وسله والو مخالفينو څخه د دغه ښار د پاکېدو په روانه وسله واله مبارزه کې يې د افغان سرتېرو ستاينه وکړه.
نوموړي زياته کړه چې المان او افغانستان هېوادونه تاريخي دوستي لري، چې نن په همدې موخه د دواړو هېوادونو د دوستۍ د سل کلنې کالېزې د نمانځنې شاهدان يو.
د هغه په وينا، دوی د کندوز په وير خپه دي او په همداسې سختو حالاتو کې دوستي پالل کېږي چې المان يې پالي.
ايل وويل چې وسله وال مخالفين د اسلام تر شعار لاندې د قدرت او مادي امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي؛ خو افغان سرتېرو يې په تېرو څو کلونو کې ښه مقابله کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې دوی د شمال له ټولو واليانو سره په اړيکه کې دي او د شمال د حالاتو د سمون او ثبات لپاره به خپل خدمتونه ونه سپموي.
د هغه په وينا، افغانستان د ټاکنو په پايله کې د يو ولسمشر لرونکی هېواد دی، ملي وحدت حکومت د حالاتو د سمون لپاره هڅې کوي او المان هېواد به يې يوازې نه پرېږدي.
د المان کونسلر وويل چې دوی له تېرو څوارلسو کلونو د افغانستان په شمال کې د روغتيا، پوهنې، سړک جوړونې، هوايي ډګر او نورو ډېرو برخو کې کار کړی دی.
نوموړي له افغانستانه د پوه او تحصيل لرونکو ځوانانو په وتو اندېښنه وښوده.
هغه وويل، که چېرې له دغه هېواده پوه او تحصيل لرونکي ځوانانو همداسې د بهرنيو ملکونو پر لور روان وي؛ نو په افغانستان کې دننه د افغانستان د ساتنې هڅې به ښه رنګ رانه وړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن