ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ امنيتي مسوولينو د دغه ولايت خلکو ته د امنيت له اړخه ډاډ ورکړ

د بلخ امنيتي مسوولينو د دغه ولايت خلکو ته د امنيت له اړخه ډاډ ورکړ

author avatar
8 Oct 2015 - 16:55
د بلخ امنيتي مسوولينو د دغه ولايت خلکو ته د امنيت له اړخه ډاډ ورکړ
author avatar
8 Oct 2015 - 16:55

مزارشريف (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د  بلخ امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت خلک دې د امنيت په برخه کې هېڅ ډول اندېښنه نه کوي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات د تلې په ۱۶مه خبريالانو په خبري ناسته کې وويل چې د بلخ ولايت ټولې خواوې د امنيتي مسوولينو تر ولکې لاندې دي.

نوموړي زياته کړه چې په ځينو ښوونځيو کې د نجونو زده کوونکو له خوا د امنيت په برخه کې اندېښنې ښودل شوې، خو هغوى دې ډاډه اوسي.

د هغه په وينا، پر کندوز د وسله والو مخالفينو له بريد سره د بلخ - کندوز او جوزجان ولايتونو اړخونو د امنيتي پوستې زياتې شوې او د څار په موخه عمليات هم پيل شوي دي.

سادات وويل چې بلخ د کندوز له قلعه ذال او چهاردرې ولسواليو سره ګډې پولې لري چې  په څو کيلومترۍ کې ورته استحکامي امنيتي پوستې جوړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې د خُلم ولسوالۍ په اوږدو کې د کندوز له قلعه ذال او چهادرې ولسواليو سره په ۵ او ۱۹ کيلومترۍ کې هم نوې امنيتي پوستې جوړې شوې دي.

همداراز د جوزجان لوري ته هم په چهاربولک ولسوالۍ کې هم امنيتي پوستې جوړې شوې دي.

د هغه په وينا، همدا ګړۍ د بلخ ولايت د امنيت امر په مشرۍ په چاربولک ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات روان دي، چې لا هم دښمن له افغان ځواکونو سره د مخامخ کېدو وس نه لري.

سادات وويل، د کشفي معلوماتو له مخې هڅه کوي چې پر دښمن باندې وار مخکې کړي، وړاندې له دې چې دښمن بريد وکړي، دوی يې ځايونه نښه کوي.

د هغه په وينا، مزار ښار ته ننوتلې ټولې لويې لارې او فرعي کوڅې څارل کېږي، چې يو کس هم پرته له پېژندنې دغه ولايت ته نه شي ننوتلی.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.