کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٤): د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش په اداره کې اويا سلنه کارکوونکي له غير قانوني لارو څخه په دندو ګومارل شوي دي.
دې کمېټې، نن (د تلې ٢٩مه) د برېښنايي تذکرو د وېش په اداره کې د خپلو څېړنو او موندنو راپور په يوه خبري ناسته کې په ډاګه کړ.
د يادې شوې کمېټې اجرايه مشر ډاکټر راشد بهروز وويل، د دوى موندنو ښودلې، چې بېلابېلو کړيو کوښښ کړى، چې په ياده شوې اداره کې د خپلو کسانو د ځاى پر ځاى کولو له لارې خپلو سياسي موخو ته ورسېږي.
نوموړي د زياتو جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړه، د اوسني او پخواني حکومتونو ١٧ لوړپوړو غړو، د ولسي جرګې يو شمېر غړو او نورو اغېزې لرونکو کسانو د برېښنايي تذکرو د وېش په اداره کې خپل کسان استخدام کړي دي.
خو هغه وايي، د دې ټولو غير قانوني ګومارل شويو کسانو نوملړ يې د خپلو موندنو له پايلو سره يوځاى ولسمشر اشرف غني ته لېږلى دى.
د دې کمېټې د معلوماتو له مخې، په ياده شوې اداره کې په درېيو څانګو استخدام، تدارکاتو او اداري بهير کې پراخ فساد موجود دى.
سرچينه کاږي، د برېښنايي تذکرو د ادارې لپاره د تجهيزاتو د پېرودلو په موخه له (جي ټي آر) کمپنۍ سره د ١٠١ ميليونو ډالرو په ارزښت قرارداد شوى، چې د فساد قوي احتمال په کې موجود دى.
سرچينه زياتوي، د نفوسو د احوال د ثبت په قانون کې قانوني نيمګړتياو شته، چې له مخې يې بهرني وګړي په اسانۍ افغاني تذکرې ترلاسه کولى شي.
کمېټه څرګندوي، د تذکرو د وېش لړۍ تر ډېره د سياسي ملحوظاتو له امله ځنډېدلې ده، خو ټينګار لري، چې حکومت دې له دې سربېره چې د برېښنايي تذکرو د وېش په اداره کې جدي اصلاحات راولي، بايد د دغه بهير د ګړندي کولو لپاره هم زيار وباسي.
خو د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې چارواکو د ياد شوي راپور په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
د حکومت اجرايه مشر ډاکټر عبدالله ويلي و، چې د تېرې زمري مياشتې په ٢٨مه به د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيلوي، خو په تذکرو کې د "افغان" او "اسلام" کلمو د کښلو په موخه د پلازمېنې په ګډون په هېواد کې پراخ لاريونونه وشول، چې له امله يې د تذکرو د وېش لړۍ ټکنۍ کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن