اسعداباد (پژواک، ٨ لړم ٩٤): د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د القاعدې مهم غړى او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بې پيلوټه الوتکې دغه بريد تېره شپه د غازي اباد په "درين" سيمه کې شوى دى.
هغه وويل چې په بريد کې وژل شوى تن دالقاعده سازمان بهرنى او مهم غړى دى او وژل شوي دوه ساتونکي يې افغانان دي.
په کونړ کې تر دې وړاندې هم د بې پيلوټه الوتکو په بريدونه کې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن