ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني : دښمن غواړي چې د هېواد جغرافيه په دوو برخو ووېشي

ولسمشرغني : دښمن غواړي چې د هېواد جغرافيه په دوو برخو ووېشي

author avatar
1 Nov 2015 - 17:46
ولسمشرغني : دښمن غواړي چې د هېواد جغرافيه په دوو برخو ووېشي
author avatar
1 Nov 2015 - 17:46

کابل(پژواک، ١٠ لړم ٩٤): ولسمشر اشرف غني وايي، چې دښمن غواړي چې د هېواد جغرافيه په دوو برخو ووېشي، خو هېڅکله به هم چاته اجازه ورنه کړي چې افغانستان په دوو برخو وويشي.

هغه چې نن يې په کابل کې د لويې جرګې په تالار کې د کليو د پراختيايي شوراګانو پنځم ملي مشورتي کنفرانس ته خبرې کولې، وويل چې په ولسواليو او ولايتونو کې به د دولت شتون په بنسټيز ډول رامنځته شي.

په دې کنفرانس کې ګڼو دولتي چارواکو او د سيمه ييزو پراختيايي شوراګانو غړو ګډون کړى و.

 ولسمشر زياته کړه چې په هېواد کې د ثبات بنسټ کلى ، وروسته ولسوالي، ښاروالي، ولايت او بيا مرکزي دولت دى، په همدې موخه بايد ټول کارونه په ګډه او د يو بل په سلا مخته يوړل شي.

ولسمشر غني وويل، د ملي يووالي حکومت هوډ لري چې د ملي پيوستون پروګرام په وګړنيز تړون بدل کړي او پلان لري چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې په ټول هېواد کې يو ډول مساوات وړاندې کړي چې تر ټولو محروم ولايت به په لومړۍ ليکه کې وي.

هغه زياته کړه چې ملي پيوستون پروګرام به په ښه توګه دوام وکړي د پروګرامونو تمويل به يې په دولت کې لومړيتوب ولري، په راتلونکي کال کې به هم ملي پيوستون پروګرام ته بوديجه ځانګړې شي.

 نوموړي وويل چې ټول دولتي پروګرامونه به د کليو په کچه د يوې روښانه وسيلې له لارې چې ملي پيوستون دى  اجرا شي او ټول وزارتونه به د يوه پروګرام له لارې خپل کار تنظيم کړي.

ولسمشرغني د هېواد د امنيت او ثبات په رامنځته کولو کې د کليو د پراختيايي شوراګانو رول مهم وباله او ويې ويل:((هغه ځواک چې د خلکو په انسجام او ملي پيوستون کى دى، په هېڅ څه کې نشته او ددې شورا له فعال ګډون پرته هېڅ کوم کار نه شي کېدلى.))

هغه زياته کړه:((نظام پر تاسې ولاړ دى، هر څوک چې د افغانستان د مشروع نظام پر وړاندې ټوپک اخلي، له کلي يې وشړئ.))

غني وويل :((دښمن غواړي چې د هېواد جغرافيه په دوو برخو ووېشي، خو هېڅکله به هم چاته اجازه ورنه کړي چې افغانستان په دوو برخو وويشي.))

 نوموړي زياته کړه چې وسله وال  مخالفين ښوونځي سوځوي، جوماتونه شهيدانوي، بايد په هېواد کې د امنيت او ټيکاو راوستلو لپاره د سيمه ييزو پوليسو او ملي پوليسو سره همکاري وشي.

هغه د کليو له پراختيايي شوراګانو وغوښتل چې د دښمنانو د ملي روحيې ضد تبليغاتو په مقابل کې مبارزه وکړي او وښيي چې افغانستان د جګړې او نا امنۍ ځاى نه، بلکې د امينت او ثبات ځاى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.