مزارشريف (پژواک، ١٠ لړم ٩٤): د شمال زون د نظم عامه قوماندانۍ مسوولين وايي چې د دغه زون په ځينو ولايتونو کې د ژمنيو عملياتو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون د نظم عامه د درېيمې لوا قوماندان مل پاسوال حسيب الله قريشي د لړم په ۱۰مه په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې له دې وروسته به د افغان ځواکونو عمليات دفاعي نه، بلکې تعرضي بڼه ولري.
نوموړي زياته کړه چې دوی د نورو افغان ځواکونو سره په ګډه د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې په ښه توګه پسرلني عمليات ترسره کړي دي.
د هغه په وينا، د ترسره شوو پسرلينو عملياتو په ترڅ کې له ۳۰۰ څخه ډېر وسله وال مخالفين وژل شوي او لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې، موټر او موټرسايکلونه ترې نيول شوي دي.
همداراز د يادو عملياتو په اوږدو کې له ۲۰۰ څخه ډېر د سړک غاړې ماينونه شنډ کړای شوي دي.
مل پاسوال قريشي وويل چې په شمال زون کې د افغان ځواکونو عملياتو له دفاعي څخه تعرضي بڼه خپله کړې چې د دښمن د کمزورۍ لپاره يې موثر وبلل.
نوموړي زياته کړه چې په شمال زون کې د افغان ځواکونو جنګي ستراتيژيک پلان جوړ دی ژمني عمليات د پيلېدو په درشل کې دي.
د هغه په وينا، نظم عامه په شمال زون کې شپږ کنډکونه لري چې ټول په پوره توګه مجهز او د جنګي حالت د کنټرول لپاره له هېڅ ډول ستونزې سره مخ نه دي.
مل پاسوال قريشي وويل چې ژمني عمليات به د شمال زون په سرپل، جوزجان، فارياب، بغلان او کندوز ولايتونو کې د دوی د ترلاسه شوو کشفي معلوماتو پر بنسټ پر مخ ځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن