ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان – کندوز لويه لار بياهم د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

د بغلان – کندوز لويه لار بياهم د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

 

پلخمري (پژواک، ١٥ لړم ٩٤): لاريون کوونکو د بغلان – کندوز لويه لار بياهم د ترافيکو پر مخ تړلې او پرخپلو غوښتنو ټينګار کوي.  

پرون سهار دوه سوه کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې دا لويه لار د مرکزي بغلان په پرچاوه سيمه کې تړلې او غوښتنه يې کوله، چې د بغلان ولايت مرکز او پوهنتون دې  يادې ولسوالۍ ته را وليږدول شي.

لاريون تېر ماښام له سيمه ييزو چارواکو سره ترخبرو وروسته پاى ته ورسېد او لاره خلاصه شوه.

خو دوى نن ترغرمې مخکې په لس نيمو بجو بيا هم لويه لاره د ترافيکو پرمخ وتړله او پر سړک پر فرشونو ناست دي.

يوه لاريون کوونکي شاد محمد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ پرون لاره د مسافرينو د زياتوالي اوستونزو له امله خلاصه کړه، خو اوس مو بېرته بنده کړې.))

هغه زياته کړه چې پرون سيمه ييز چارواکي راغلل،خو دوى ته يې قناعت ورنه کړ ، له همدې امله يې لاره پرون په موقتي توګه خلاصه کړې وه.

دوى ټينګار کوي، ترڅو چې يې غوښتنې ونه منل شي، لويه لاره به خلاصه نه کړي.

خو د بغلان د والي مرستيال عبدالقدیم نیازى وايي چې د دوى غوښتنې ناسمې دي.

نيازي وويل چې سره له دې هم يې لاريون کوونکو ته ويلي، چې په ګډه به کابل ته ځي او ستونزه به له لوړ پوړو چارواکو سره شريکوي، خو دوى غواړي چې ولسمشر اشرف غني دوى ته زنګ ووهي او د بغلان ولايت مرکز له پلخمري څخه مرکزي بغلان ته ولېږدوي.

د بغلان مرکز د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال په ١٣٦٨ کال کې چې سيد جعفر نادري د ياد ولايت والي و، پلخمري ښار ته ولېږدول شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.