ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د غوراوي کمېټې د کار نه پيلېدا ټاکنې ځنډوي”

“د غوراوي کمېټې د کار نه پيلېدا ټاکنې ځنډوي”

author avatar
9 Nov 2015 - 14:33
“د غوراوي کمېټې د کار نه پيلېدا ټاکنې ځنډوي”
author avatar
9 Nov 2015 - 14:33

کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): د حکومت اجرائيه رياست، د ټاکنيزو کمېسيونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې د کار پر بې ځنډه پيل ټينګار کوي او خبردارى ورکوي چې په دې برخه کې هر ډول ځنډ به د ټاکنو ترسره کېدو بهير زيانمن کړي.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د هېواد له بېلابېلو پرګنو د رايو له ترلاسه کولو وروسته خپله لس ماده ييزه لومړنۍ وړاندې شوې کڅوړه د وږي په ٨مه په ټاکنيز نظام کې د سمون لپاره حکومت ته وسپارله چې ولسمشر له دې ډلې اووه يې تاييد کړې او د اصلاحاتو کمېسيون ته يې دنده سپارلې چې د دريو تطبيقي مواردو لارښود وپلټي.

د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو غوراوي کمېټې جوړښت چې اووه غړي لري، د دې وړاندې شوې کڅوړې يوه ماده ده او کمېټه اړه ده څو د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو په نوم نوي کسان حکومت ته پيشنهاد کړي.

دا کمېټه د يوې ښځې په ګډون د مدني ټولنو له دريو غړو، د سترې محکمې يوه غړي، د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون يوه غړي، د اساسي قانون پر  پلي کېدو د څار کمېسيون يوه غړي او د اداري اصلاحاتو کمېسيون له يوه غړي څخه جوړېږي.

د حکومت  د اجرايي رياست مرستيال وياند اصف اشنا وايي چې د دولت د رسمي بنسټونو او مدني ټولنې استازي چې بايد د غوراوي کمېټې غړي شي، مشخص شوي او اجرايي رياست ترې ملاتړ کوي.

هغه نن رسنيو ته وويل، تمه ده چې د چارو اداره ډېر ژر د غوراوي کمېټې د لومړۍ ناستې لپاره ډېر ژر زمينه مساعده کړي، څو خپلې کړنلارې او عملي کار پيل کړي.

اشنا زياته کړه: ((زموږ باور دا دى چې ددې مسئلې په اړه هر ډول تعلل د ټاکنو ترسره کېدو پروسې ته زيان رسوي او د ټاکنو د شا ته کېدو احتمال ډېروي، په هره اندازه چې پارلماني او د ولسواليو شوراګانو ټاکنې وځنډېږي، د افغانستان ديموکراتيک بهير ته زيان رسوي.))

د حکومت اجرايي رياست مرستيال وياند وويل چې د اجرائيه رياست غوښتنه دا ده چې ارګ ډېر ژر په دې اړه وروستى تصميم ونيسي، څو  د غوراوي کمېټه د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د وړانديزونو پر بنسټ کار پيل کړي.

د غوراوي کمېټه د خپل کار له پيله وروسته په کمېسيون کې د غړيتوب لپاره  د افرادو غوښتنې څېړي او د څېړنو له پاى ته رسېدو وروسته به ٢١ کسه د ټاکنو  خپلواک کمېسيون او ١٥ نور د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون  لپاره ١٥ غړي ولسمشر ته ور وپېژني.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.