ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : پکتيکا کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي : پکتيکا کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
15 Nov 2015 - 17:46
چارواکي : پکتيکا کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
15 Nov 2015 - 17:46

ښرنه(پژواک،٢٤لړم٩٤): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په وازې خوا ولسوالۍ کې ١٣ وسله وال طالبان يې وژلي او په مرکز ښرنه کې يې څلور تنه ژوندي نيولي دي.

د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر نثاراحمد عبدالرحيمزي د لړم په٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په وازې خوا ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې ١٣طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان  دي.

 ده وويل چې له يادو وژل شويووسله والو څخه درې موټرسايکلونه، يو موټر او ګن شمېر وسلې او مهمات هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

د هغه په وينا، په دې نښته کې امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز عبدالرحيمزي وويل چې امنيتي ځواکونو په مرکز ښرنه کې څلور تنه وسله وال طالبان له دوه ميله راکټونو، درې ميله کلاشينکوفونو او يو شمېر نورو چاودېدونکو توکو سره يو ځاى نيولي دي.

د يادې نښتې په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له غرمې وړاندې د وازې خوا ولسوالۍ په اړه پژواک ته ويلي چې طالبانو ياده ولسوالۍ کلابنده کړې ده

دغه راز يوې امنيتي سر چيني پژواک ته وويل چې د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سيمه کې د سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشه و ترمنځ هم نښتې روانې دي.

هغه په يادو نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکو پژواک ته ويلي چې په دې  ولسوالۍ له شلو ورځو راهيسې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.