ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بې پولې ډاکټرانو له امريکا د کندوز د روغتون د بريد بيا څېړنه  وغوښته

بې پولې ډاکټرانو له امريکا د کندوز د روغتون د بريد بيا څېړنه وغوښته

author avatar
10 Dec 2015 - 13:42
بې پولې ډاکټرانو له امريکا د کندوز د روغتون د بريد بيا څېړنه  وغوښته
author avatar
10 Dec 2015 - 13:42

کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): بې پولې ډاکټران (اېم اېس اېف)  يو ځل بيا د امريکا له متحدو ايالتونو وغوښتل چې د کندوز پر روغتون د بريد خپلواکې پلټنې ترسره کړي.

ياد تنظيم دغه غوښتنه په هغه غوښتنليک کې کړې چې تر ٥٠٠ زرو زياتو کسانو پرې لاسليکونه کړي او په واشنګټن کې يې سپينه ماڼۍ سپارلى دى.

وروسته له هغه چې د روان لمريز کال د تلې په ٦مه وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونيو، امريکايي ځواکونو د تلې په ١٢مه د افغان دولت په غوښتنه په کندوز ښار کې د طالبانو د پرمختګ د مخنيوي په موخه بمبار وکړ، خو په دغه بمبار کې يې د بې پولې ډاکترانو روغتون هم په نښه کړ.

ياد تنظيم وايي چې په دغه بمبار کې د ډاکترانو، نرسانو، ناروغانو او پايوازانو په ګډون ٣٠ تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شوي وو.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي جنرال کمپبل څو ورځې مخکې په کابل کې د ياد بريد لومړنۍ څېړنې خپرې کړې او ويې ويل چې په دغه کار سره يې له سرتېرو بشري تېروتنه شوې وه.

هغه ويلي وو، يو شمېر هغه پوځي کسان يې له دندو ګوښه کړي چې په ياد بريد کې يې لاس درلود.

په کابل کې د بې پولې ډاکترانو  تنظيم (اېم اېس اېف)  له خوا د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ياد غوښتنليک ليک کې د امريکا له ولسمشر اوباما غوښتي چې د افغانستان د کندوز په ولايت کې پر روغتون د وژونکي بريد په اړه پر خپلواکو څېړنو او پلټنو موافقه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اېم اېس اېف غوښتنه له اوباما څخه د نړيوال بشري حقيقت موندنې کمېسيون (IHFFC) له لوري د څېړنو پر توافق غږ کوي.

نړيوال بشري حقيقت موندنې کمېسيون (IHFFC) په ځانګړي توګه د جينيوا کنوانسيون لاندې د نړيوالو بشري قوانينو څخه د سرغړاوي پېښې څېړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.