ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د خيالي سرتېرو شتون په هلمند کې د ناامنۍ ډېرېدو لامل شوی”

“د خيالي سرتېرو شتون په هلمند کې د ناامنۍ ډېرېدو لامل شوی”

author avatar
10 Dec 2015 - 14:46
“د خيالي سرتېرو شتون په هلمند کې د ناامنۍ ډېرېدو لامل شوی”
author avatar
10 Dec 2015 - 14:46

لښکرګاه (پژواک، ١٩ لیندۍ ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې په امنيتي ځواکونو کې د خيالي سرتېرو مسئلې په دغه ولايت کې د ناامنۍ کچه لوړه کړې ده.

د هلمند د ولايتي شورا غړي وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې تېره ورځ د دغه ولايت خانشين ولسوالۍ او په تېرو دوو مياشتو کې نوازد او موسى کلا ولسوالۍ طالبانو نيولې دي.

د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو د خيالي تشکيلاتو له امله د ناامنۍ کچه لوړه شوې ده.

هغه وايي چې په رسمي تشکيلاتو کې د هلمند لپاره ٣٨زره سرتېري په پام کې نيول شوي خو اوس دريمه برخه يې هم په دغه ولایت کې شتون نه لري.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې په خانشين ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو دوه کنډکونه شتون لري خو تېره ورځ د جګړې پر مهال د سرحدي پوليسو شمېر ډېر کم و او ټوله جګړه د نورو پوليسو پر غاړه وه.

هغه دا هم وويل چې په مارجې ولسوالۍ کې د عملياتو مشري د ملي اردو ځواکونه کوي خو دغه ځواکونه نه خپله جګړه کوي او نه هم نورو ارګانونو ته اجازه ورکوي چې جګړه وکړي.

شاکر زياته کړه: ((ګر چې د اصولو خلاف کار دى خو په دې ولايت کې بايد د جګړې مشري له ملي اردو څخه واخيستل شي او نورو ځواکونو ته ورکړل شي تر څو په دې ولايت کې امنيت تينګ شي.))

ده وويل چې په تېرو څو مياشتو کې د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو په ګډون وسله والو مخالفينو د دغه ولايت ډېرې سيمې نيولې دي.

هغه وايي چې د يادو سيمو د بېرته نيولو لپاره هره ورځ خبرونه ورکول کېږي خو حقيقت نه لري.

ده وويل چې په یاد ولايت کې د وسله والو مخالفينو پروړاندې جګړه يواځې رښتينولى ته اړتيا لري. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.