ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رخشانې د سنګسارولو په پېښه کې د لاس لرلو په تور يو تن ونيول شو

د رخشانې د سنګسارولو په پېښه کې د لاس لرلو په تور يو تن ونيول شو

author avatar
10 Dec 2015 - 18:13
د رخشانې د سنګسارولو په پېښه کې د لاس لرلو په تور يو تن ونيول شو
author avatar
10 Dec 2015 - 18:13

فيروزکوه (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): د غور ولايت جنايي مديريت وايي، چې يو کس يې د رخشانې د سنګسارولو په پېښه کې د لاس لرلو په تورن نيولى دى.

د غور امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونيار عبدالهادي "چهلغوري" پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کس عبدالله نومېږي او هغه يې د غور مرکز فيروزکوه ښار له اړونده سيمې څخه نيولى دى.

هغه زياته کړه، چې د کشفي راپورونو پر بنسټ؛ عبدالله د رخشانې په قتل کې لاس درلود او د يادې پېښې له خطرناکو عاملينو څخه بلل کېږي.

مېرمن رخشانه، د لړم مياشتې په دريمه نېټه د فيروزکوه په اړونده د اودک غلمين په کلي کې په ډاګيزه توګه سنګسار شوه.

دغه ١٩ کلنه مېرمن، چې د هغې د غوښتنې خلاف يوه ٤٥ کلن شپون ته په نکاح ورکړل شوې وه، له واده څخه يې د څلورو ورځو په تېرېدو سره د طالبانو له لوري سنګسار شوه او هغه هلک چې له هغې سره تښتېدلى و، له سلو درو وهلو وروسته پرېښودل شو.

د رخشانې ورور محمد ابراهيم وايي چې عبدالله دده ماما دى او د رخشانې د وژنې په قضيه کې نه يواځې چې ښکېل نه دى، بلکه دهغې د سنګسار سره هم خالف و او د طالبانو له وېرې يې په غلمين کې خپل کور پرېښى او د غور مرکز ته يې پناه وړې ده.

هغه زياته کړه:((ماما مې له پلار سره زما د خور د وژلو په ځاى کې نه و، طالبانو هغوى ته اجازه نه وه ورکړې چې د سنګسار جريان يې وګوري.))

دغلمين يو اوسېدونکي عبدالقدير وايي چې طالبانو خلک په زور راوستلي وو چې رخشانه په ډبرو وولي، ځينې خلک چې په فلم کې ليدل کېږي، امکان لري چې هېڅ ګناه ونه لري.

د رخشانې د سنګسار ويډيو هم خپره شوه چې عالمانو او د مدني ټولنې بنسټونو دا صحرايي محکمه وغندله، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د غور والي په  ټينګار کړى  چې د سنګسار عاملان او د پېښې ځاى څرګند دى، خو سيمه ييزه اداره په يواځيتوب سره  هغوى نه شي نيولى او دولت بايد  د دوى په نيولو کې مرسته وکړي.

د مېرمن جوينده په خبره، دا سنګسار د  طالبانو د سيمه ييز قوماندان مولوي يوسف په فتوا شوى او په سنګسار کې يې د طالبانو د غړو ملا هاشم او سعد يار په ګډون څه باندې شل کسه ښکېل او مجرم دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.