کندهار (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): د کندهار پر هوايي ډګر ډله ييز بريد لسګونو وګړو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.
له ١٠ څخه زيات بريد کوونکي چې په لاسي بمونو، سپکو او درنو وسلو سمبال وو، وړمه ورځ د ماښام په شاوخوا شپږ بجې يې په کندهار هوايي ډګر کې دننه بريدونه پيل کړل او کابو ٢٠ ساعته يې جګړه وکړه.
دغه وسله وال د هوايي ډګر اړوند د ملکي ترمينل او د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ ترمنځ پر درېيو ساحو (د ښوونځي په يوې ودانۍ، د ملکي وګړو د استوګنې په بلاکونو او بازار) کې پټ شوي وو او له هماغه ځايه يې انداختونه کول.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چې بريد کوونکي د هوايي ډګر دننه په ملکي ساحو کې ځاى پر ځاى شوي وو او له هماغه ځايه يې "ړندې" ډزې کولې، د درنې مرګ ژوبلې تر څنګ يې درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.
هغه زياته کړه، ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ له کابل څخه يو پلاوى راشي او په دغو بريدونو کې د اوښتو زيانونو څېړنه وکړي.
خو ده خبر ورکړ چې تر دې مهاله تر لاسه شوې شمېرې ښيي، چې په دې جګړه کې د ملکي خلکو ٣٥ دوکانونه، ١٥ کورونه، يو ښوونځى او شاوخوا ١٥ بېلابېل موټر ويجاړ شوي او زيانمن شوي دي.
دى وايي، ويجاړ شوي دوکانونه، کورونه او موټر ټول د ملکي وګړو دي او نظامي ساحې د جګړې له ځايه لرې وې.
هغه دا هم وويل چې ولايتي اداره هڅه کوي، له زيانمنو شوو کورنيو سره مرسته وکړي.
ده زياته کړه، همدا نن د کندهار ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي د ځينو مرستندويو ادارو له استازو سره ليدلي او له هغوى يې غوښتي، چې د کندهار هوايي ډګر له زيانمنو شوو کورنيو سره مرسته وکړي.
د ده په خبره، د يوناما اړوند د افغانستان د ماين پاکۍ چارو د همغږۍ مرکز او سرې مياشتې چمتووالى ښودلى، چې همدا نن له زيانمنو شوو کورنيو سره د ٣٠ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وکړي.
دى وايي، مرستيال والي دغه راز د کندهار د پوهنې رياست ته هم دنده سپارلې، چې د سيد پاچا لېسې ته د اوښتو زيانونو سروې وکړي او د ترميم لپاره يې بېړنى اقدام وکړي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په جګړه کې ډېر زيان هغو ملکي وګړو ته اوښتى، چې د کندهار هوايي ډګر په بازار کې يې د خوراکي او غير خوراکي توکو دوکانونه لرل او يا هم د استوګنې په بلاکونو کې اوسېدل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن