ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: د کندهار پر هوايي ډګر بريد کې ملکي وګړي قصدا په نښه شوي

يوناما: د کندهار پر هوايي ډګر بريد کې ملکي وګړي قصدا په نښه شوي

author avatar
10 Dec 2015 - 17:32
يوناما: د کندهار پر هوايي ډګر بريد کې ملکي وګړي قصدا په نښه شوي
author avatar
10 Dec 2015 - 17:32

کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) د کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو د بريد د غندلو ترڅنګ ويلي، چې په دې بريد کې ملکي وګړي په عمدي ډول په نښه شوي دي.

له لسو څخه زيات بريد کوونکي چې په لاسي بمونو، سپکو او درنو وسلو سمبال وو، وړمه ورځ د ماښام په شاوخوا شپږ بجې يې په کندهار هوايي ډګر کې دننه بريدونه پيل کړل او څه باندې ٢٠ ساعته يې جګړه وکړه.

دغه وسله وال د هوايي ډګر اړوند د ملکي ترمينل او د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ ترمنځ پر درېيو ساحو (د ښوونځي په يوې ودانۍ، د ملکي وګړو د استوګنې په بلاکونو او بازار) کې پټ شوي وو او له هماغه ځايه يې انداختونه کول.

د يوناما له لوري نن (د ليندۍ ١٩مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو په دغه ٢٤ ساعته جګړه کې په عمدي ډول د هوايي ډګر په ملکي سيمه کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

سرچينه کاږي، لومړنۍ راپورونه ښيي، چې طالب وسله وال  له خپلو موټرو څخه په بازار کې راکوز شول او پر خلکو  يې ډزې پيل کړې، چې ملکي دوکانداران او سودا اخيستونکي يې ټپيان او ووژل.

سرچينه زياتوي، د راپورونو پربنسټ، جګړې د هوايي ډګر په هغې ملکي سيمې کې دوام وکړ، چې د هوايي ډګر د کارکوونکو او افغان امنيتي ځواکونو کورنۍ په کې اوسېږي.

د خبرپاڼې په حواله، يوناما د لومړنيو موندنو پر ‎بنسټ ٥٤ تنه مړه او ٤٢ ټپيان مستند کړي دي؛ د وژل شويو په ډله کې د څلورو ماشومانو په ګډون ٣٩ ملکي نارينه دي، ١٣ نور وژل شوي د افغان ملي پوځ سرتېري او دوه ملي پوليس دي. د وژل شويو لويه برخه داسې برېښي چې د بازار ملکي هټۍ وال او د هغوى پېرېدونکو دي. د ٤٢ ټپيانو په ډله کې لږ تر لږه ٢٣ يې ملکيان دي، چې يوه مېرمن او يوه نجلۍ هم په کې شامله ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، يوناما يو ځل بيا په نړيوال بشري قانون ټينګار کوي، چې د طالبانو په ګډون د جګړې ټولو ښکېلو غاړو ته راجع کېږي او د ملکي وګړو پرضد په هرځاى او هر وخت کې بريد منع کوي. په دې کې د افغان امنيتي ځواکونو د کورنيو په ګډون ټول هغه ملکيان شاملېږي، چې په جګړه کې ښکېل نه دي. پردې سربېره د جګړې ښکېلې غاړې بايد هغه ټول احتياطي تدابير ونيسي، چې ملکي وګړي د جګړې له اغېزو ژغوري.

بايد وويل شي، چې د کندهار پر هوايي ډګر ډله ييز بريد لسګونو وګړو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.

له بلې خوا اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ياده پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.

له اجرايه رياست څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي امنيتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د ترهګريزو بريدونو مخه ونيسي او د افغانستان د خلکو دښمنانو سره په قاطعيت چلند وکړي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.