کابل(پژواک، ۱۹ ليندۍ۹۴): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي ، د اسيا زړه کنفرانس کې د ولسمشر غني ګډون ګټور و، ځکه چې دا کنفرانس دافغانستان په اړه جوړ شوى و.
د استانبول پروسې د اسيا زړه کنفرانس د ١٤ هېوادونو او ١٢ نړيوالو سازمانونو داستازو په ګډون پرون په اسلام اباد کې ترسره شو، ددې کنفرانس په اعلاميه کې راغلي چې غړيو هېوادونو د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ او ټينګار يې وکړ چې دا پروسه بايد ژر بېرته پيل شي.
ددې سفر پر مهال ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف او د پوځ مشر جنرال راحيل شريف سره ځانګړې ليدنې کړې دي.
د سياسي چارو شنونکى خوشحال خليل وايي چې د اسيا زړه کنفرانس د افغانستان کنفرانس و او د افغانستان لپاره ډېر مهم و.
نوموړي زياته کړه، ولسمشر پلان نه درلود چې په دې کنفرانس کې ګډون وکړي، خو د نړيوالو همکارانو د فشارونو په پايله کې دې ته اړ شو چې په دغه کنفرانس کې ونډه واخلي.
خليل وايي:" د ولسمشر غني دا يو ښه اقدام وو چې په دې کنفرانس کې يې ګډون وکړ، د خبرو اترو او اړيکو بندول د حل لاره نه ده، ولسمشر غني وکولی شول چې خپل پيغام د پاکستان په خاوره کې نړيوالو ته ورسوي.))
د هغه په وينا، تر ټولو مهمه داوه چې افغان حکومت وکولی شول ددې کنفرانس په څنډو کې د نړۍ له پياوړو هېوادونو هند، چين او امريکا نظرونه هم راخپل کړي ترڅو د سولې د خبرو په اړه عملي کړنې ترسره شي.
خليل د پاکستان هېواد پر دوه مخۍ د ټينګار تر څنګ وويل:" دا چې ځينې سياسيون وايي په افغانستان کې جګړه د پاکستان په ګټه نه ده، نه داسې نه ده؛ په افغانستان کې جګړه د پاکستان د پوځ په ګټه ده او د پاکستان پوځ نه غواړي چې افغانستان د سيمې د يو شمېر هېوادونو په څېر پياوړی حکومت او پوځ ولري."
هغه وايي د پاکستان ملکي حکومت د خپلو خلکو د اقتصادي، سياسي ښه والي او په دغه هېواد کې د خپلو خلکو لپاره د کارموندنې د اسانتياوو برابرولو ته ډېر اهميت ورکوي او ملکي حکومت هڅه کوي چې د پاکستان د پوځي حکومت او افغان دولت تر منځ منځګړيتوب وکړي.
خليل وايي:"تر هغه چې د پاکستان پوځي حکومت په خپل دريځ کې بدلون رانه ولي، که هرڅومره د سولې په اړه خبرې او کنفرانسونه ترسره شي کومه ګټه به ونه لري."
ليکوال او شنونکى روح الامين حسن وايي چې افغان حکومت د رښتينې او تلپاتې سولې د هڅو په تړاو يو ځل بيا له پاکستان سره د نړيوال اغېزمن ضمانت په ګډون خبرې وکړې.
هغه زياته کړه:" د ملي اساساتو په رڼا کې تلپاتې او رښتينې سوله زموږ اړتيا او هيله ده، په دې تړاو په خپل ولسمشر باوري يو او هيلې مو لوړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن