لښکرګاه (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٤): په هلمند ولايت کې مېشت د ملي اردو چارواکي وايي چې د دوو ولسواليو په عملياتو کې يې ٨٧ وسله وال وژلي دي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو وياند محمدرسول ځاځي د لېندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ د خړ نيکه په سيمه کې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې وسله وال د ملي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول او د جګړې په پايله کې ٢٩ وسله وال مخالفين ووژل شول.
ځاځي دغه راز وويل چې د واشير په ولسوالۍ کې هم د وسله والو ډله ييز بريدونه پر شاتمبول شوي او په رامنځته شوې نښته کې ٥٨ وسله وال وژل شوي او د هغوى ګڼې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
سرچينې ويلي چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو د يادو جګړو په اړه څه نه دي ويلي، خو دوى په خپله ويبپاڼه کې د هلمند په ځينو سيمو کې د ګڼو دولتي سرتېرو د وژلو خبر ورکړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن