واشنګټن (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): امريکا په بګرام کې شوى ځانمرګى بريد غندلى او زياتوي چې دوى به د ترهګرۍ پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
پرون له غرمې وروسته د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو پر ګډې ګزمې ځانمرګى بريد وشو چې په ترڅ کې يې شپږ امريکايي سرتېري ووژل شول او د امريکايانو په ګډون يو شمېر افغان سرتېري ټپيان شول.
په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنېسټ ياد بريد پر کلکو ټکو غندلى، خو زياته کړې يې ده چې دا ډول بريدونه دوى د ترهګرۍ پر وړاندې له مبارزې نه شي پر شا کولى.
نوموړي زياته کړې چې دوى د يادې مبارزې تر څنګ له افغان حکومت او افغانانو سره هم خپل ملاتړ او همکاريو ته ادامه ورکوي.
هغه وايي: ((موږ به د سولې او ثبات لپاره له افغان حکومت سره په ګډه کار کوو، دغه ډول بريدونه موږ له خپل ماموريت څخه نه شي پر شا کولى.))
بلخوا د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر هم ياد بريد غندلى او د وژل شوو امريکايي سرتېرو له کورنيو سره يې غمرازي کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن