کابل (پژواک ٨ مرغومى ٩٤): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي په دې باور دي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروګرام کې ريښتونى نه دى او په دغه برخه کې د دغه هېواد ريښتونې همکارۍ لپاره هيلې، د وخت له ضايع کولو پرته بله معنا نه لري.
د افغان دولت او طالبانو استازو، د روان کال په چنګاښ مياشت کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ناسته درلوده او ټاکل شوې وه چې دا ډول ناستې دوام پيدا کړي، خو د ملا عمر د مړينې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته دغه لړۍ يو ځل بيا ودرېده.
خو د پاکستان لوى درستيز راحيل شريف، د مرغومي مياشتې په شپږمه نېټه کابل ته راغى او په دغه يوه ورځني سفر کې، د سولې لړۍ د بيا پيل څرنګوالي په اړه يې د افغان حکومت له چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
افغان چارواکو ويلي چې دغه ليدنې له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرو اترو د پيل د څرنګوالي او د کابل-اسلام اباد تر منځ د باور جوړونې او د دواړو هېوادونو پر ګډو موضوعاتو متمرکزې وې.
خو د مشرانو جرګې غړي شېرمحمد اخندزاده په نننۍ ناسته کې وويل، چې پاکستان د افغانستان لپاره د وخت له ضايع کولو پرته داسې کوم بل کار چې هيله بخښونکى وي، نه تر سره کوي.
هغه زياته کړه: "د راحيل شريف راتګ نمايشي دى، تېر کال هم څو ځلې راغى او که ژوندي وو، نو راتلونکى ژمى به هم څو ځلې راشي."
د هغه په وينا، پاکستان هيڅکله هم د افغان سولې په اړه ريښتوني ګامونه نه دي اخيستي او د افغانستان خلک او حکومت بايد د پاکستان له لوري په هېواد کې د سولې ټينګښت په اړه کومه هيله ونه لري.
د يادې جرګې بل غړي نثار حارث وويل: "پاکستان هيڅکله هم د سولې په لړۍ کې ريښتونى عمل نه دى کړى او تر هغه پورې چې د افغانستان سولې لړۍ په موخه ملي او سيمه ييزه اجماع او د دولت او وسلوالو مخالفينو تر منځ بين الافغاني ناسته تر سره نه شي، په هېواد کې به سوله ټينګه نه شي."
د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق هم د پاکستان پوځ لوى درستيز راحيل شريف سفر ته د شک په سترګه ګوري او پر طالبانو باندې د پاکستان نفوذ ته په اشارې سره يې وويل، که چېرې پاکستان د افغانستان له سولې سره په رښتيا مرسته کول غواړي، وسلوال مخالفين دې اوربند ته وهڅوي.
هغه زياته کړه: "که چېرې اوربند ونه شي نو خبرې اترې به کومه پايله ونه لري او پاکستان د تېر په څېر د ژمي له سړو د ځان په ګټه کار اخلي."
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار چې د نن ورځې مشري يې پر غاړه درلوده، وويل: "بيا بيا مو وويل چې پاکستان د سولې په پروسه کې ريښتونى نه دى او د راحيل شريف سفر هم هيله بخښوونکى نه دى."
د نوموړي په وينا، ترڅو چې پاکستان د افغانستان په اړه پر خپل سياست له سره غور ونه کړي او ترڅو چې افغان دولت د دې جرئت پيدا نه کړي، چې د مېز پر سر د خلکو غوښتنې مطرح کړي نو په هېواد کې سوله نه شي راتللى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن